د پاكستان روسيه – يوكرېن جنګ كښې په رامخې ته شوي شدت د اندېښنې څرګندونه ، د فوری جنګ بندۍ او سفارتكارۍ بحالولو غوښتنه

  ملګري ملتونه ۔28جولائی(اے پی پی) پاکستان د روسيه او يوكرېن ترمينځه جنګ كښې په رامخے ته شوي شدت ٬ مخ په زياتېدونكو مرګونو او د خوراك او توان نړيوالې بنيادي ډھانچې ته په رسېدونكي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د فوري جنګ بندۍ او سفارتي مذاكراتو په بحالۍ زور راوړے دے۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل بېړنۍ غوڼدې ته خطاب كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد …

 

ملګري ملتونه ۔28جولائی(اے پی پی) پاکستان د روسيه او يوكرېن ترمينځه جنګ كښې په رامخے ته شوي شدت ٬ مخ په زياتېدونكو مرګونو او د خوراك او توان نړيوالې بنيادي ډھانچې ته په رسېدونكي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د فوري جنګ بندۍ او سفارتي مذاكراتو په بحالۍ زور راوړے دے۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل بېړنۍ غوڼدې ته خطاب كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل د جنګ اثرات يوازې تر اړوندو هېوادونو محدود نه دي بلكې د نړۍ د نورو سيمو د خلكو ژوند هم خطر سره مخ كوي۔ ده په دواړو اړخونو زور راوړو چې هغه دې د نړيوال بشري قانون احترام وكړي۔ ده ووئيل تلپاتے امن او استحكام يوازې جدي ٬ پرله پسې او بامعني مذاكراتو سره كېدې شي