د وزيراعظم كاروباري ورورولۍ او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار كوونكو ته د پورونو وركولو عمل ګړندي كولو هدايت

  اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كاروباري ورورولۍ او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار كوونكو ته د پورونو وركولو عمل ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې كاروباري څانګې ته د قرضونو آسانۍ سره رسول د تلپاتي معاشي پرمختګ بنياد دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې د كاروباري څاڼګې او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروباري …

 

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كاروباري ورورولۍ او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار كوونكو ته د پورونو وركولو عمل ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې كاروباري څانګې ته د قرضونو آسانۍ سره رسول د تلپاتي معاشي پرمختګ بنياد دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې د كاروباري څاڼګې او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروباري ادارو (اېس اېم ایز) قرضونو ته د لاس رسي زياتولو حوالې سره د لوړې كچې جاج اغستو غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، اورنګزېب، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، د وزیراعظم خصوصي مرستيال هارون اختر، د سټېټ بنك ګورنر جمیل احمد، چیئرمېن پاکستان بېنکرز ایسوسی ایشن ظفر مسعود او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم غونډې ته خطاب كښی ووئيل چې كاروباري څانګې ته د قرضونو آسانۍ سره رسول د تلپاتي معاشي پرمختګ بنياد دے چې ورسره به سرمايه كاري او پېداوار زياتېدو سره سره د روزګار موقعې هم رامخې ته شي او برآمدات به زيات شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د كاروباري ورورلۍ او په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار كوونكو پورونو ته لاس رسي بايد تنده كړې شي او كوم بنك چې كاروباري څانګې او په خاص توګه اېس اېم ايز ته زياتې قرضې وركوي هغې ته به هر كال خصوصي ايوارډ وركولے شي۔ وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په جون 2026ء كښې د بنكونو لخوا د اېس اېم ای فنانسنګ حجم 1.15 ټریلین روپو څخه زياتولو سره تر جون 2028ء دا 2 ټریلین روپو ته د رسولو هدف ټاكلے شوے دے۔ تر جون 2028ء د اېس ایم ای قرض اخستونكو موجوده شمېره به 3 لکه 24 زره څخه زياتولو سره 7 لکه 75 زره كولې شي۔ په بېنكاري قرضونو كښې به د اېس اېم اي فنانسنګ موجود برخه 9.9 فیصد څخه زياتولو سره تر جون 2028ء دا 13 فیصد كولې شي