نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د امريكائي كانګرېس پلاوي ملاقات٬ تجارت٬سرمايه كارۍ٬آئي ټي٬توان او نورو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډر سره د امريكائي كانګرېس يو پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د امريكائي كانګريس پلاوي كښې ريان زنكے او مائيكل بائومګارټنر شامل وو۔ د پلاوي هركلي كولو سره نائب وزيراعظم پاك-امريكا اړيكو كښې په روان مثبت پېشرفت رڼا واچوله۔ په دې موقع دوئي دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو …

 

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډر سره د امريكائي كانګرېس يو پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د امريكائي كانګريس پلاوي كښې ريان زنكے او مائيكل بائومګارټنر شامل وو۔ د پلاوي هركلي كولو سره نائب وزيراعظم پاك-امريكا اړيكو كښې په روان مثبت پېشرفت رڼا واچوله۔ په دې موقع دوئي دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او تجارت٬سرمايه كارۍ ٬انفارمېشن ټېكنالوجي(آئي ټي)٬ توان او د شريكې خوښی په نورو څانګو كښې د همكارۍ لا زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په پارليماني كچه پرله پسې رابطې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك باور ته وده وركولو او د اوږدې مودې همكاري لا مستحكم كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ د كانګريس پلاوي د امريكې معيشت او په ټولنه كښې متحرك پاكستاني نژاد امريكې ورورولۍ قدر وړ خذمات ستائېلو هغه د پاكستان او امريكې ترمينځه يو قوي او مهم پل ګرځولې۔د ملاقات په مهال سيمه ايز او نړيوالو صورتحال هم خيالاتو څرګندونه كړې۔د امريكې كانګريس غړو په منطقه كښې امن و استحكام ودې لپاره د پاكستان تعميري كردار ستائېلې۔ د كانګريس پلاوي په  امريكائي معيشت او ټولنه كښې  متحرك پاكستاني نژاد امريكائي ورورولۍ د قدر وړ خذمات ستائلو سره دا د پاكستان او امريكا ترمينځه يو مضبوط او اهم پل وګرځولو۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د امريكائي كانګرېس ړو په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د پاكستان تعميري كردار هم وستائلو۔

 

مزید خبریں