اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د آزاد جمو و كشمير ټاكنو لومړي پړاؤ كښې د (ن)ليګ په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو د كشميري اولس د زړه له كومي مننه كړې۔ ده په يو بيان كښې ووئيل د آزاد كشمير غېرتي اولس د مسلم ليګ(ن)مشر مياں نواز شريف په مدبرانه قيادت٬اولسي خذمت او …
د ټاكنو لومړي پړاؤ كښې د مسلم ليګ(ن)په ښكاره اكثريت د كشميري اولس مننه كوو: انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د آزاد جمو و كشمير ټاكنو لومړي پړاؤ كښې د (ن)ليګ په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو د كشميري اولس د زړه له كومي مننه كړې۔ ده په يو بيان كښې ووئيل د آزاد كشمير غېرتي اولس د مسلم ليګ(ن)مشر مياں نواز شريف په مدبرانه قيادت٬اولسي خذمت او د پرمختګ په ويژن بشپړه باور څرګندولو سره (ن)ليګ كامياب كړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل دا كاميابي د اولس د باور٬د ګوند د مشرتابه او كارمندانو د خوارۍ او د مسلم ليګ(ن)اولس دوسته پالېسو ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل چې كشميري اولس ثابت كړه چې هغوي د پرمختګ٬استحكام او خوشحالۍ په سياست باور لري۔











