اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د آذربائجان موده ترسره كونكي سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د تجارت وزارت وياند له مخې جام كمال خان د آذربائيجان سفير ته دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې د غېر معمولي كردار په ترسره كولو پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان او آذربائيجان اړيكې د خضر فرهادوف دور كښې …
د تجارت وفاقي وزير سره د آذربائيجان موده ترسره كونكي سفير د مخه ښې ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د آذربائجان موده ترسره كونكي سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د تجارت وزارت وياند له مخې جام كمال خان د آذربائيجان سفير ته دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې د غېر معمولي كردار په ترسره كولو پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان او آذربائيجان اړيكې د خضر فرهادوف دور كښې تاريخي تاريخي لوړو بامونو ته ورسېدې٬ د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه 8م شريك وزارتي كمېشن٬ترجيحي تجارتي لوظ نامې او 15 لوظ نامو او مفاهمتي يادښتونو معاشي همكارۍ ته نوے جهت وركړې۔ د آذربائيجان سفير ووئيل سرمايه كارو ته مې د پاكستان سپېشل اكنامك زونز او صنعتي مركزونو دورې كولو بلنه وركړی ده٬ د آذربائيجان پاكستان كښې مجوزه سرمايه كاري٬په خاص توګه د توان په څانګه كښې به زر عملي شكل اختيار كړي۔ ده ووئيل پاكستان د توان٬انفراسټركچر٬ مېنو فيكچرنګ٬سېلګرۍ او لاجسټكس كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې وركوي۔جمام كمال د خضرفرهادوف كامياب سفارتي خذمات د پاكستان-آذربائيجان اړيكو يو ځلنده باب وګرځولو او سباؤن كښې يۍ هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔











