د مسلم ليګ (ن) كانديد رياست خان 35 زره 168 ووټ سره كامياب وګرځولے شو

  اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قانون ساز اسمبلۍ حلقه اېل اے -12 کوټلي 5 چړھوئي څخه د مسلم ليګ (ن) كانديد رياست خان د 35 زره 168 ووټ په ترلاسه كولو كامياب ګرځولے شوے دے، دې حلقې څخه د پاکستان پيپلز پارټي آزاد کشمير صدر ياسين چوهدري ماتې سره مخ شوے۔ پريذائيډنګ آفيسر د حلقه اېل اے-12 کوټلي 5 لخوا د جاري غېر حتمي نتيجو له …

 

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قانون ساز اسمبلۍ حلقه اېل اے -12 کوټلي 5 چړھوئي څخه د مسلم ليګ (ن) كانديد رياست خان د 35 زره 168 ووټ په ترلاسه كولو كامياب ګرځولے شوے دے، دې حلقې څخه د پاکستان پيپلز پارټي آزاد کشمير صدر ياسين چوهدري ماتې سره مخ شوے۔ پريذائيډنګ آفيسر د حلقه اېل اے-12 کوټلي 5 لخوا د جاري غېر حتمي نتيجو له مخې حلقه كښې په مجموعي توګه د ووټرانو شمېره يو لك 26 زره 332 وه چې پكښې 67 زره 838 ووټ كاسټ شوي۔ د مسلم ليګ (ن) كانديد رياست خان 35 زره 168 ووټ ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولے شوے او د پيپلز پارټي صدر ياسين چوهدري 30 زره 320 ووټ ترلاسه كړي٬ په حلقه كښې په مجموعي توګه د 15 كانديدانو ترمېنځه مقابله وه٬ د ټرن آٶټ شرح 53.84  فيصده پاتې شوه