اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون او سختې ګرمۍ څپو مخنيوي ممكن نه دے بياهم مؤثرې منصوبه بندۍ ٬ په وخت چمتوالي او كوټلې حكومتي اقداماتو سره د بشري ځانونو او املاكو زيان تر كافي حد كمېدې شي۔ د نهې په ورځ وفاقي وزيرانو سره د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي دورې په موقع …
د سېلابي خطرو مخنيوي له حكومتي تياريانو كښې بهتري رامخې ته شوې ده: احسن اقبال
اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون او سختې ګرمۍ څپو مخنيوي ممكن نه دے بياهم مؤثرې منصوبه بندۍ ٬ په وخت چمتوالي او كوټلې حكومتي اقداماتو سره د بشري ځانونو او املاكو زيان تر كافي حد كمېدې شي۔ د نهې په ورځ وفاقي وزيرانو سره د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي دورې په موقع نيوز بريفنګ كښې ده ووئيل د اېن ډي اېم اے د كار استعداد او پېشګي تياري پرله پسې ښه كولې شي۔ تېر كال د سختو سېلابونو باوجو د ريليف كارروائيو او فوري رېسكيو كارروائيو له امله د بشري ځانونو زيان نسبتا ً كم پاتے شو۔ ده ووئيل د وزیراعظم په خصوصي هدايت د ګليشيئر ويلې كېدو د لاسه د رامخې ته كېدونكو خطرو مبارزې له د نګرانۍ او پېشګي خبردارۍ نظام لا مؤثر كولې شي۔ ده ووئيل د خزانې وزارت د تېر وخت په څير اوس هم په موسمياتي خطرو قابو موندلو له د مالي وسائلو په رسولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے او د آبي وسائلو وزارت د وزيراعظم په هدايت د آبي زېرو او ډېمونو په جوړولو تندۍ سره كار كوي۔ ده ووئيل د دیامر بھاشا ډېم او مهمند ډېم په وخت بښپړولو سره به په هېواد كښی د اوبو ذخيره كولو صلاحيت زيات شي او په سېلابي خطرو قابو موندلو كښی به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل نېشنل فلډ پروټېکشن پروګرام ته هم حتمي شكل وركړے شوے دے۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت د اولس په وخت خبرولو او هغوي ته د درست معلوماتو رسولو كښی خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د تېرو تجربو څخه دا په ډاګه شوې چې انتظامي صلاحيت كښې به لا مؤثر كول وي په خاص توګه په ضلعي كچه به ډسټرکټ ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز فعاله جوړول او مضبوطول وي۔وفاقی وزیر سپارښتنه وكړه چې ټولې صوبې دې موسمیاتی بدلون او سېلاب سره اړوندو منصوبو له ګرېن چېنل جوړ كړي دغسې چې د داسې منصوبو منظوري او د فنډز رسنه په فاسټ ټرېك بنيادونو باوري كړې شي چې ورسره به په سباؤن كښې د قدرتي آفتونو دلاسه زيان لا كم كړے شي۔









