د سږ کال مون سون بارانونو او احتمالي سېلابونو مبارزې له د حكومت غبرګون مؤثر پاتے شو٬ د ارلي وارننګ سسټم له امله ځاني او مالي زيان كښې كمې وليدلې شو: د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

  اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د سږ کال مون سون بارانونو او احتمالي سېلابونو مبارزې له د حكومت غبرګون مؤثر پاتے شو٬ د اېن ډي اېم اے فوري اقداماتو ٬ عصري ټېكنالوجۍ او د ارلي وارننګ سسټم له امله ځاني او مالي زيان كښې كمې وليدلې شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډا اېم اے) …

 

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د سږ کال مون سون بارانونو او احتمالي سېلابونو مبارزې له د حكومت غبرګون مؤثر پاتے شو٬ د اېن ډي اېم اے فوري اقداماتو ٬ عصري ټېكنالوجۍ او د ارلي وارننګ سسټم له امله ځاني او مالي زيان كښې كمې وليدلې شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډا اېم اے) دورې په موقع وكړه۔وفاقی وزيران احسن اقبال، رانا تنویر حسین، مصدق ملک، میاں اېم معین وټو او سېنېټر اورنګزېب هم ده سره و۔ وفاقي وزير ووئيل د روان كال مون سون بارانونو حوالې سره حكومتي غبرګون زيات مؤثر پاتے شو٬ د تېر كال صورتحال څخه ډېره زده كړه وكړې شوه او ددغې تجربې په رڼا كښې غوره تګلاره خپله كړې شوه۔ ده د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ته پېرزوئنې وړادې كولو سره ووئيل چې اېن ډي اېم اے د مون سون بارانونو او د ممكنه سېلابي صورتحال مبارزې له مؤثر اقدامات وكړل۔ وفاقی وزیر ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د مون سون او سېلابي صورتحال حوالې سره په وخت غونډې وكړې په كومو كښې چې د اېن ډي اېم اے چارواكو ٬ د وفاقي كابينې غړو ٬ د اړوندو صوبائي حكومتونو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير استازو ګډون وكړو۔ عطاء تارړ ووئيل د اېن ډي اېم اے ټولو اړوندو محكمو او صوبائي حكومتونو مرستې سره په ارلي وارننګ سسټم كار وكړے شو او اولس ممكنه خطرو څخه خبر وساتلے شو۔ ده ووئيل نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) په نړۍ كښې د خپل نوعيت ځانګړے مركز دے٬ د حكومت د ټولو ادارو تګلارې په مؤثر توګه عملي كولو او په وخت د خبرولو نظام مضبوطوزلو له دا يوه مهمه اثاثه ثابت شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل اولس خبرولو له نه يوازې د ابلاغ سرچينې او روايتي ميډيا وكارولې شوه بلكې د پاك اېن ډي اېم اے الرټ اېپلي كېشن دلارې هم وګړو ته وخت په وخت د هغوي په ډيوائسز معلومات وركړې شول۔ عطاء تارړ ووئيل په قدرتي آفتونو قابو موندل د هر وګړي او ټولې كميونټي ګډه ذمه واري ده۔ چرته چې زيان كيږي ٬ د كلاؤډ برسټ يا سېلابونو خطره وي دغلته دې ټولو د مرستې كارروائيو كښې برخه اخلي۔ وفاقي وزير ووئيل په ځينې سيمو كښې دومره باران شوے چې دومره په عام حالاتو كښې په شپږ مياشتو كښې هم نه كيږي۔ ده ووئيل د اطلاعاتو او خپرونو وزارت به ټولو اړوندو وزارتونو ٬ ډويژنو او اېن ډي اېم اے سره په ګډه خپل بشپر كردار ترسره كوي۔ وفاقی وزیر موسمیاتی چېلنجونو ارلی وارننګ سسټم او د آفتونو  مبارزې له د چمتوالي حوالې سره د نيوز بلېټن ٬ ټاك شوز او سوشل مېډيا فلېټ فارمز د لارې اولسي پوهاوي كښې په همكارۍ كولو د پاكستان د ميډيا كردار هم وستائلو۔ ده ووئيل په دې چېلنج قابو موندلو له به حكومت خپل كردار دوامدار ساتي او راتلونكو ورځو كشې به نور هم مؤثر غبرګون رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل ټولې اړوندې ادارې به د ځپليو وګړو مرستې له د همكارۍ دلارې خپلې ستړې روانې ساتي