اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي هېپاټائټس يو خاموش او سنګين رنځ دے ٬ په وخت تشخيص ٬ احتياط او درملنې نه كولو سره د انساني ژوند د ختمولو سبب ګرځېدې شي۔ د دې رنځ موثر مخنيوي ، په وخت تشخيص ، د معياري درملنو رسنه او اولسي شعور بېدارولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هېپاټائټس نړيوالې ورځ …
د تور زيړي موثر مخنيوي ، په وخت تشخيص ، د معياري درملنو رسنې او اولسي شعور بېدارولو ته حكومت پام لرنه كوي : د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېپاټائتس نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي هېپاټائټس يو خاموش او سنګين رنځ دے ٬ په وخت تشخيص ٬ احتياط او درملنې نه كولو سره د انساني ژوند د ختمولو سبب ګرځېدې شي۔ د دې رنځ موثر مخنيوي ، په وخت تشخيص ، د معياري درملنو رسنه او اولسي شعور بېدارولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هېپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع خبل پیغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 28 جولائي ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي۔ سپیکر د وزیراعظم لخوا د هېپاټائټس سی ختمولو له د پېل كړي شوي پروګرام ’’پرائم منسټر هېپاټائټس سی پروګرام‘‘ ستائنې سره دا د صحت عامه تحفظ لپاره يو سمدستي او د ستائنې وړ اقدام وګرځولو۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د حكومت دا كوټلې هڅې به د هېپاټائټس رنځ ختمولو كښې ښكاره پېشرفت ثابت شي۔ سپيكر د حكومت لخوا زيړي څخه ساتلو له د حكومت نوې زېږېدلو ماشومانو ته د وېكسينېشن ، د هېواد په كچه د پوهاوي كمپائن او د تعليمي ادارو او رسنيو د لارې د اولسي شعور بېدارولو په څير اقدامات وستائېل۔ ده ووئيل پارليمان د صحت عامه څانګې مضبوطولو ٬ د رنځ مخنيوي ٬ احتياطي تدبيرونو ته د ودې وركولو او اولس ته د معياري طبي آسانيو وركولو عزم لري۔ ده ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې وفاقی او صوبائی حکومتونه ، طبي پوهان ، سول سوسائټی، د ابلاغ سرچينې او تعليمي ادارې په ګډه د هېپاټائټس په اړه اولسي شعور بېدارولو او د دې رنځ ختمولو له كوټلې تګلاره خپله كړي۔ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه خپل پېغام كښې ووئيل د هېپاټائټس مخنيوي له اولسي شعور بېدارول ، فوري تشخيص او درملنو ته يو برابر لاسرسنه ضروري ده۔ ده ووئيل د هر وګړي ذمه واري ده چې هغه احتياط وكړي۔ ده ووئيل د حکومت، طبی پوهانو او د ټولنې ټولو طبقو اجتماعي هڅو سره د پاکستان هېپاټائټس فري هېواد جوړولو قامي مقصد ترلاسه كېدے شي۔










