په وخت تشخيص ٬ درملنو، اجتماعي عزم او پرله پسې عملي اقدامات سره د هيپاټائټس مخنيوې ممكن دے :د صدر مملکت د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي  نن مونږ د وائرل هيپاټائټس خاتمه كولو او د هر پاكستاني وګړي صحت او خېرښګړه باوري كولو له د عزم پخلے كوٶ٬ دا ورځ مونږ ته رايادوي چې هرڅو هيپاټائټس زمونږ ٬ اولسي صحت ته پېښو سنګينو مسئلو كښې يو دے خو بيا هم په وخت تشخيص ٬ درملنو، اجتماعي عزم او پرله پسې عملي اقدامات …

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي  نن مونږ د وائرل هيپاټائټس خاتمه كولو او د هر پاكستاني وګړي صحت او خېرښګړه باوري كولو له د عزم پخلے كوٶ٬ دا ورځ مونږ ته رايادوي چې هرڅو هيپاټائټس زمونږ ٬ اولسي صحت ته پېښو سنګينو مسئلو كښې يو دے خو بيا هم په وخت تشخيص ٬ درملنو، اجتماعي عزم او پرله پسې عملي اقدامات سره د هيپاټائټس مخنيوې ممكن دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې آصف علي زرداري ووئيل پاكستان په ګرده نړۍ كښې د هيپاټائټس سي څخه زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے، د لكهونو په شمېر دې رنځ څخه د مخ رنځورانو له امله زمونږ د صحت په نظام، معيشت او ټولنه فشار زياتېږي۔ صدر مملکت ووئيل د دې باء مخه نيولو لپاره به مونږ له د بنيادي عواملو لاره نيول وي كوم چې د دې رنځ د خپرېدو سبب جوړېږي۔ صدر مملکت ووئيل د هيپاټائټس خاتمه يوه اجتماعي فريضه ده او طبي پوهان، محققين، پرمختيائي شراكتداران، تعليمي ادارې، ميډيا، مذهبي لارَښود ، د سول سوسائټۍ تنظيمونه او هر شعور لرونكې وګړې په دې اړه اولسي خبرتيا زياتوالو، د سکريننګ ډاډګيرنه، محفوظ طبي طريقه کار ته وده وركولو او د رنځونو خپرېدو لاره نيولو كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د موثره لائحې د لارې پاکستان به د صحت نړيوالې ادارې هدفونو او د خپلو قامي هدفونو له مخې تر كال 2030 په هيپاټائټس سي قابو ترلاسه كړي۔

مزید خبریں