اسلام آباد۔27جولائي (اے پي پي)د پاکستان او امریکې تر مينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې نوے باب پېل شوے دے ، نامتو امریکائي سرمایه کارو، کاروباري شخصیات او د ټیکنالوجي پوهانو 40 كسيز پلاوې د 26 نه تر 31 جولائي د پاکستان دوره کوي ۔ د تفصیلات تر مخه د خاص سرمایه کاري سهولت کونسل (ایس آئي ایف سي ) په مؤثره سهولت کارۍ پاکستان كښې غیر ملکي سرمایه …
پاکستان او د امریکې ترمينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې نوے باب، د نوموړو امریکائي سرمایه کارو ، کاروباري شخصیات او د ټیکنالوجۍ پوهانو 40 كسيز پلاوي د پاکستان دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائي (اے پي پي)د پاکستان او امریکې تر مينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې نوے باب پېل شوے دے ، نامتو امریکائي سرمایه کارو، کاروباري شخصیات او د ټیکنالوجي پوهانو 40 كسيز پلاوې د 26 نه تر 31 جولائي د پاکستان دوره کوي ۔ د تفصیلات تر مخه د خاص سرمایه کاري سهولت کونسل (ایس آئي ایف سي ) په مؤثره سهولت کارۍ پاکستان كښې غیر ملکي سرمایه کاري او نړيوال کاروباري روابط نوے رفتار مومي ، د ایس آئي ایف سي ، تجارت وزارت او د پاکستان سفارتخانې د بي ټو بي ملاقاتونو، نیټ ورکنګ سیشنز او د پالیسي بریفنګز جامع پروګرام ترتیب كړے دے ، د پلاوې وزیراعظم، نائب وزیراعظم و خارجه وزیر او د ایس آئي ایف سي چارواكو سره ملاقاتونه متوقع دي ، ملاقاتونو كښې د سرمایه کارۍ ، کاروباري مرستې او په نوو اقتصادي موقعو به خبرې كولې شي ، د دورې په مهال به تجارت وزارت ، چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري او د نورو کاروباري و صنعتي ادارو سره هم ملاقاتونه كېږي ، د آئي ټي وزارت تر سېوري لاندې پي ایس اي بي، پاشا، نیشنل انکیوبیشن سینټر او د ټیکنالوجي اسټارټ اپس په همكارۍ به د آئي ټي څانګه خاص بریفنګ وركوي، د امریکې پلاوې ېه په دفاع، ایرو اسپیس، خلائي ټیکنالوجي، آئي ټي، توان، روغتيا، معدنیات او انفراسٹرکچر كښې د سرمایه کارۍ د موقعو جاج اخلي ، د پلاوي غړي شريكو منصوبو، اے آئي ، ټیلي میډیسن، معدنیات او په ډیجیټل انفراسټرکچر كښې سرمایه کارۍ له خوښي لري ، دا به دوره به د پاک–امریکا اقتصادي اړيكو، غیر ملکي سرمایه کارۍ، د شخصي څانګو د مرستې او د کاروباري روابطو لا مضبوطولو كښې مهم کردار ادا کوي۔










