پاكستان د هند دفاع وزير غېر مسؤولانه بيانونه په بشپړه توګه مسترد كوي: د دفاع وزير

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي  پاكستان د هند دفاع وزير غېر مسؤولانه بيانونه په بشپړه توګه مسترد كوي٬ د هند په پاكستان بې بنسټه تورونه په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ ريكارډ لرلو له امله د اعتبار وړ نه دي۔ د جمو و کشمیر په اړه په ګمراه كونكې او بې بنسټه بيانيه سخت غبرګون ښودلو سره د دفاع وزير په اېكس خپل بيان …

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي  پاكستان د هند دفاع وزير غېر مسؤولانه بيانونه په بشپړه توګه مسترد كوي٬ د هند په پاكستان بې بنسټه تورونه په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ ريكارډ لرلو له امله د اعتبار وړ نه دي۔ د جمو و کشمیر په اړه په ګمراه كونكې او بې بنسټه بيانيه سخت غبرګون ښودلو سره د دفاع وزير په اېكس خپل بيان كښې ووئيل هند د سياسي پروپېګنډې د لارې په نړيواله كچه منلې شوي قانوني حقائق نشي مسخ كولې ٬ پاكستان د هند دفاع وزير غېر مسؤولانه بيانونه په بشپړه توګه مسترد كوي ٬ داسې بيانونه قانوني حقائق د سياسي پروپېګنډې د لارې د مسخ كولو د هند يوه بله ناكامه هڅه ده۔ ده ووئيل ګمراه كوونكې هندي بيانونه نه خو د جمو وكشمير شخړيز حېثيت بدلولې شي او نه د منطقې په امن كښې كوم كردار لوبولے شي۔ ده ووئيل  جمو و کشمیر په نړيواله كچه يوه منلې شوې شخړيزه سيمه ده۔ د دې د سباؤن پرېكړه به د سلامتي كونسل د قراردادونو او كشميري اولس د هيلو له مخې كول وي۔ خواجه آصف ووئيل په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ ريكارډ لرلو له امله د هند په پاكستان بې بنسټه تورونه د اعتبار وړ نه دي۔حقیقت دا دے چې هند په سوئيلي آسيا كښې د ترهګرۍ تر ټولو لوي سرپرست رياست او د بې ثباتۍ بنيادي محرك دے۔ ده ووئيل د هند غېر مسؤولانه بيانونه په منطقه كښې د بېن الرياستي تصادم او د خطرو زياتولو سبب ګرځېدے شي۔ ده ووئيل پاكستان د امن او خبرو په پالېسۍ عمل كوي۔ پاكستان د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي سلامتيا د تحفظ عزم لري۔ ده ووئيل د هندي دفاع وزير اوسني بيانونه په هېواد كښی مخ په زياتېدونكي سياسي بحران او د مودي خلاف اولسي ناقرارۍ څخه د پام ګرځولو هڅه ده