اسلام آباد۔27جولائي (اے پي پي)د طالبان رجیم خلاف وسله وال مزاحمت كښې تندي روانه ده ، د بدخشان ولايت په بېلا بېلو اولسواليو كښې نښتې شوي دي او صورتحال ډېر تاوجن شوے دے ۔ تفصیلات تر مخه د بدخشاں ولايت په بېلو اولسواليو یفتل او زیباک كښې رامخې ته شوو نښتو د طالبان رجیم په افغانستان د کنټرول ادعاګانو په اړه پوښتنې رامخې ته كړي دي، د افغان طالبان مخالف …
د طالبان رجیم خلاف وسله وال مزاحمت كښې كښې تندي راغله ، د بدخشاں په بېلو بېلو اولسواليو كښې نښتې ، د راکټ په بريد كښې 7 اهلکار مړه شول
اسلام آباد۔27جولائي (اے پي پي)د طالبان رجیم خلاف وسله وال مزاحمت كښې تندي روانه ده ، د بدخشان ولايت په بېلا بېلو اولسواليو كښې نښتې شوي دي او صورتحال ډېر تاوجن شوے دے ۔ تفصیلات تر مخه د بدخشاں ولايت په بېلو اولسواليو یفتل او زیباک كښې رامخې ته شوو نښتو د طالبان رجیم په افغانستان د کنټرول ادعاګانو په اړه پوښتنې رامخې ته كړي دي، د افغان طالبان مخالف وسله والې ډلې د افغانستان فریډم فرنټ د اړخه د کابل نه بدخشاں ته په تلونكې د طالبانو په عسكري قافله د راکټ بريد كړے دے چې پكښې افغان طالبان ته لوي ځاني زيان اوړېدلے دے او 7 اهلکار مړه او 6 شدید ژوبل شوي دي ۔د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس جاري د افغانستان فریډم فرنټ بیاان تر مخه د تنظیم جنګيالو تر شمالي سالنګ د افغان طالبانو د عسكري قافلې د تګ راتګ تعاقب وكړو ، د افغان طالبانو عسكري قافلې په بدخشان كښې تعیناتۍ لپاره اضافي نفري او پوځي سازوسامان منتقل کولو ،د دې نه وړاندې د خالي په ورځ د بدخشان په زیباک اولسوالۍ كښې هم د تنظیم جنګيالو د افغان طالبانو دوه پوځي ډرونز ويشتلې وو ، د جمعې په ورځ هم جنګيالو د افغان طالبان چورلكې په زیباک اولسوالۍ كښې د كوزېدو نه په بېرته تګ مجبوره كړې وې ۔ د نوموړي افغان خبريال بلال سروري تر مخه د فریډم فرنټ پرله پسې كاروائۍ او ډرون بريدونه د زياتېدونكې جنګي صلاحیت، منصوبه بندۍ ، انټیلی جنس، لاجسټکس او د چمتوالي ثبوت دے ۔ د پخواني افغان نائب صدر امراللہ صالح تر مخه افغان طالبان رجیم جائز حکومت نه دے ، د دې خلاف سیاسي و عسکري مزاحمت به لا منظم كېږي، كوم به چې آخر د طالبانو د اقتدار د خاتمې سبب ګرځي۔









