لاهور۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ګل په ورځ دلته منصوره كښې د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ملاقات وكړو۔ د جماعت اسلامي وياند له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال او د سيمه ايزو چارو په شمول د اولسي مسئلو حل په اړه هم د خيالاتو څرګندونه او مشاورت وشو۔ په دې موقع د جماعت اسلامي پاكستان لنډ مهاله …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په مصنوره كښې حافظ نعيم الرحمن سره ملاقات

مزید خبریں
لاهور۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ګل په ورځ دلته منصوره كښې د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ملاقات وكړو۔ د جماعت اسلامي وياند له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال او د سيمه ايزو چارو په شمول د اولسي مسئلو حل په اړه هم د خيالاتو څرګندونه او مشاورت وشو۔ په دې موقع د جماعت اسلامي پاكستان لنډ مهاله عمومي سېكرتري احمد جنجوعه او د اطلاعاتو سېكرټري شكيل احمد ترابي هم موجود و۔ وفاقي وزير خپلو خبرو كښې ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر پرله پسې هڅو سره تاؤ تريخوالې يو وارې بيا كم شوے دے۔ ده حافظ نعيم الرحمن سره د جماعت اسلامي د عمومي سېكرټري امير العظيم په مړينه خواشيني هم اوښودله او د هغه روح ته ثواب رسولو له يۍ فاتحه خواني وكړه۔ وفاقي وزير غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا هم وكړه









