تفصيلي خبر اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پاکستان، رياستي ادارو، پاك پوځ او قامي قيادت په ضد د هند په فنډنګ چلېدونكې منظم ډيجيټل پروپيګنډا نيټ ورک بې نقابه شوے كوم چې د ډيجيټل مارکيټنګ سروسز او بوټ فارمز د لارې ګمراه کن معلومات خپرول٬ نيولي شوي كس څخه معلومات، ډيجيټل ريکارډ او تکنيکي شواهدو سره …
په هندي فنډنګ چلېودونکې د پاکستان مخالف ډيجيټل پروپيګنډا نيټ ورك بې نقابه، ډيجيټل مارکيټنګ سروسز او د بوټ فارمز د لارې ګمراه کن كمپائن چلولې شوې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ خاص خبرې

مزید خبریں
تفصيلي خبر
اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پاکستان، رياستي ادارو، پاك پوځ او قامي قيادت په ضد د هند په فنډنګ چلېدونكې منظم ډيجيټل پروپيګنډا نيټ ورک بې نقابه شوے كوم چې د ډيجيټل مارکيټنګ سروسز او بوټ فارمز د لارې ګمراه کن معلومات خپرول٬ نيولي شوي كس څخه معلومات، ډيجيټل ريکارډ او تکنيکي شواهدو سره د دې نېټ ورك بهرني روابط رامخې ته شوې او د جوائنټ ايکشن کميټۍ په اړه موادو ته هم په منظم ډول وده وركړې شوې۔ د اتوار په ورځ خپلو خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل څه موده وړاندې ډيجيټل مارکيټنګ سروسز وركونكے يو كس نيولې٬ شوے چی تحقيقات خخه یي معلومه شوې چې دی كس په سوشل ميډيا ډيجيټل مارکيټنګ سروسز وركولو او رابطې ئې هند سره وي، د دې كس د لارې مواد په پاكستان كښې وائرل كولو لپاره د هند نه ادائيګۍ كېدې٬ نيولي شوې كس څخه جی تر معلومات رسنه تر لاسه شوه نو معلومه شوه چې د مس انفارميشن ټول نيټ ورك د بوټ فارمز د لارې اپرېټ كېدل چې د لارې یی د پاکستان، د پاکستان سلامتیا، حکومت، پوځ او ادارو په ضد مواد وائرل كېدل٬ دې كس د تفتيش په مهال انکشاف وكړو چی د دې نه زيات مواد په آزاد کشمير د جوائنټ ايکشن کميټۍ په حواله ترلاسه كېږي۔ عطاء الله تارړ ووئيل مونږ د پېل څخه وئيل چې د جوائنټ ايکشن کميټۍ مقصد کشمير کاز ته زيان رسول او د پاکستان و کشميريانو ترمېنځه تعلق كمزورې كول دي۔ ده ووېيل دا ټولې هڅې د يو منظم سازش برخه ده او د دې نه خو نه د كشمېر كاز سره څة تعلق شته او نه د كشميريانو مفادات سره ۔ ده ووئيل که دا كسان واقعي د کشمير او کشمير کاز سره مخلص دي نو بيا دوي د انتخابي عمل برخه ولې جوړ نه شول؟ انتخابات كښې برخه ولې نه اخلي؟ او د اولس حقونو لپاره د جمهوري و آئيني طريقې څخه غږ ولې نه پورته كوي؟ ده ووېيل كه په دې هڅو كښې د كډوالو د چوكو معامله وي يا د پرتشدد احتجاج، دوي په هره موقع د تشديد سياست ته وده وركړې۔ ده ووېيل د دې سازشي عناصرو مقصد آزاد جمو و کشمير كښې داسې صورتحال پېدا كول ٶو چې ورسره كشميريانو ته زيان ورسي او د پاکستان و کشمير ترمېنځه قوي رشته وځپلې شي۔وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ووئيل نن سياسي ګوندونه په کشمير كښې لوی اولسي اجتماعات او جلسې كوي چې پكښې اولس په لويه شمېره ګډون كوي، په دې جلسو او عونډو كښې کشميريانو په ګډون كولو د سازشي عناصر سازشي سياست مسترد او په تشدد اډانه طرزعمل د قبولو نه انكار كړے ۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ وړاندې هم وئيل چې دې سازشي عناصرو ته د هند نه فنډنګ کيږی اوس په دې لړ كښې شواهد هم رامخې ته شول۔ ده ووېيل سازشي عناصر نن ټول قام ته ځواب وركوونكي دي، دوي دښمن څخه فنډنګ ترلاسه كولو سره د پاکستان، پاك پوځ او قامي قيادت په ضد په كركه اډانه مس انفارميشن کمپائنونه چلول، د دوي اړيكې رامخې ته شوې دي٬ هند څخه كېدونكې فنډنګ په ډاګه شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل په سفارتي محاذ او معرکه حق كښي الله تعاليٰ پاکستان له عزت وركړو، وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې چې پاكستان په كوم ډول كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ نړۍ ئې اعتراف كوي٬ په نړيواله كچه دا خبره تسليمېږي چې پاکستان په سفارتي ميدان او نورو محاذونو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي چې هر پاكستاني پرې فخر كوي خو دا كاميابۍ زمونږ د دښمنانو نه هضمېږي ځکه د جوائنټ ايکشن کميټۍ په څېره معامله ئې رامخئ ته كړې، ده ووئیل بهرني فنډنګ څخه د پاکستان کمزورې كولو سازش شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د جوائنټ ايکشن کميټۍ د سازش مقصد فرقه ايز تشدد ته وده وركول او پاکستان كښې د اولس او د پاك پوځ ترمېنځه مضبوط تعلق د مس انفارميشن د لارې متاثره كول دي د كوم چې به په هېڅ صورت كښې اجازه وړنه کړی ښي ۔ وفاقي وزير ووئيل پروپيګنډی لپاره استعمالېدونكې د سوشل ميډيا اکاؤنټس په شا منظم بوټ نيټ ورکس كار كولو كوم چې اينډرائيډ ايپلي کيشنز د لارې هند سره تړلے ٶ۔ ده ووئيل د وي پي اين استعمال څخه د اصل مقام پټولو هڅه شوې خو چې په كوم ډيوائس وي پي اين انسټال كړې شوې او د كوم د لارې چې پوسټونه شوي ٬ ھغه انډيا بيسډ دے۔ ده ووئيل دا هم رامخې ته كړې شوی چې فلانكې ډيوائس په وي پي اين لګولې شوې ٶ او د دې ډيوائس د لارې دا چاری ترسره كېدې۔ ده ووئيل داسې يو شمېر اکاؤنټس په ګوته كړې شوي چې تعلق ئې د هند سره دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل په دې معامله كره نظر لرو او په تکنيکي طريقه د داسې كمپائنونو مقابله روانه ده۔ ده زياته كړه چې داسې نور پوسټونه هم رامخې ته شوې دي چې پكښې پاکستان، پاك پوځ او د رياستي ادارو په ضد مواد خپاره شوي او د خِلقو د راپارولو هڅه شوې٬ ده ووئیل دا ټول مواد د جوائنټ ايکشن کميټۍ په اړه دي، دې لپاره واضح شوې ده چې د دې كمېټۍ د بهرنو روابطو او فنډنګ پحقله اندېښنې سمې وی. ده ووئيل داسې يو شمېر پوسټونه موجود دي چې د لارې ئې ګمراه کونکی معلومات د خپرولو منظم نظام چلولې شوې۔وفاقي وزير ووئيل نيولې شوي كس څخه تحقيقات روان دي او نور مهم مواد هم ترلاسه كړې شوې دي كوم چې به په مناسب وخت قام ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل په تحقيقات كښې مصنوعي ذهانت (اے آئي) څخه جوړ كړې شوې عكسونه، د نورو هېوادونو او سيمو پخواني ويډيوز د کشمير سره په منسوب كولو او په وړاندې كولو او فرقه واريت ته د هوا وركولو شواهد هم رامخې ته شوې دي۔ ده ووېيل د مس انفارميشن مقابله کول د حکومت ذمه واري ده او دا ذمه واري به په راتلونكي وخت كښې هم په موثره ډول ادا كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نړۍ اوس پاكستان ته د يو سوله ايز هېواد او د امن د علمبردار په توګه ګوري٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف قيادت او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ستړو په نتيجه كښې پاکستان ته په نړيواله كچه چې كوم عزت ترلاسه شوے دے د ھغې به په هر قيمت تحفظ كولې شي او پاكستان به نورو كاميابو پلو روان وي








