د طالبان رجيم په ضد مقاٶمتي كارروائيو كښې تندوالے٬ د افغانستان فريډم فرنټ د طالبانو په عسکري قافله د توغندو بريد ‘7 طالبان اهلکار مړه٬ شپږ ژوبل

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبان رجيم په ضد مقاٶمتي كارروائيو كښې تېندوالے راغلے دے ٬ په تازه کارروائيو كښې د افغانستان فريډم فرنټ د بغلان په دوشي اولسوالۍ كښې د طالبانو په عسکري قافله د توغندو  بريد كړے چې پكښې اووه طالبان مړه او شپږ نور ژوبل شوي۔ د افغانستان فريډم فرنټ په سوشل ميډيا د جاري بيان له مخې په کارروائيو كښې د …

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبان رجيم په ضد مقاٶمتي كارروائيو كښې تېندوالے راغلے دے ٬ په تازه کارروائيو كښې د افغانستان فريډم فرنټ د بغلان په دوشي اولسوالۍ كښې د طالبانو په عسکري قافله د توغندو  بريد كړے چې پكښې اووه طالبان مړه او شپږ نور ژوبل شوي۔ د افغانستان فريډم فرنټ په سوشل ميډيا د جاري بيان له مخې په کارروائيو كښې د اے ايف ايف جنګيالو ته زيان نه دې رسېدلے۔ د ميډيا رپورټس له مخئ د بغلان په پسپه زيبك كښې هم په طالبان رجيم بريد شوے٬ د بدخشان ولايت په زيبك اولسوالۍ كښې طالب رجيم ته لوي زيان رسېدلے او  په تېرو دوو ورځو كښې په نښتو كښې د طالبان رجيم څلور كمانډران مړه شوي چې پكښې د زيبك يونټ كمانډر ملا شاداب هم شامل دے ،دغسی  مولوي ګل احمدي، ملا فريد اللہ او قاري عمري لازري هم وژلې شوې دي٬ دريو واړو كمانډرانو د زيبك اولسوالۍ د بارډر کمپنو مشري كوله