په افغان طالبان رجيم كښې د بشري حقونو په سرغړونه  د نړيوالې ورولۍ غږونه زيات شول

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي ) افغان طالبان رجيم كښې د بشري حقونو په سر غړونه نړيوال غږونه زيات او تند شول، د سيمه ايز امن  په داؤ لګونكې د طالبان رجيم  ناقصه پاليسيو د افغانانو  سباون هم تاريك كړے دے۔ په غير قانوني توګه  قابض طالبان  د اقتدار كاله پس هم افغانستان د لوي بشري  بحران سره مخ دے ۔د برطانېي نشرياتي ادارې تر مخه  طالبان رجيم  …

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي ) افغان طالبان رجيم كښې د بشري حقونو په سر غړونه نړيوال غږونه زيات او تند شول، د سيمه ايز امن  په داؤ لګونكې د طالبان رجيم  ناقصه پاليسيو د افغانانو  سباون هم تاريك كړے دے۔ په غير قانوني توګه  قابض طالبان  د اقتدار كاله پس هم افغانستان د لوي بشري  بحران سره مخ دے ۔د برطانېي نشرياتي ادارې تر مخه  طالبان رجيم  د افغانانو مېرمنو  تعليم،  تګ راتګ  او آزادي محدود كړې ده، افغان طالبان  رجيم كښې لوږې بحران په لاكھونو  افغانان متاثره كوي۔ د برطانېي نشرياتي ادارې وئېلي دي افغان اولس د طبي آسانيو كمي له امله سختو ستونزو سره مخ دے۔ د برطانېي نشرياتي ادارې  په افغان وګړو كښې  زياتېدونكې بې روزګاري سنګين بحران وګرځولو۔ د امريكي پخواني خاص استازې د افغان مېرمنو او بشري حقونو رينا اميري ترمخه د طالبان رجيم سختو پاليسيو افغانستان كښې د بشري حقونو بحران لا زيات كړے دے۔ د افغان طالبان رجيم خلاف د زياتېدونكو نړيوالو غږونو نه ښكاري چې نړۍ اوس د دې شرخوښې ټولي زغملو ته چمتو نه ده