بیجنګ ۔26جولائي (اے پي پي) د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025 كښې 39.6 ټریلین یوان پاتي شو ۔د سي جي ټي این ترمخه د سټیټ انټرنیټ انفارمیشن آفس د اړخه جاري كړي ’’نیشنل انفارمیټائزیشن ډویلپمنټ رپورټ (2025)‘‘ په اړ ووئېل په كال 2025 كښې د چین ډیجیټل معیشت په بنیادي څانګو كښې د زياتوالي قدر د جي ډي پي 10.5 فیصد نه زيات و ۔ په دغې …
د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025 كښې 39.6 ټریلین یوان پاتي شو
بیجنګ ۔26جولائي (اے پي پي) د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025 كښې 39.6 ټریلین یوان پاتي شو ۔د سي جي ټي این ترمخه د سټیټ انټرنیټ انفارمیشن آفس د اړخه جاري كړي ’’نیشنل انفارمیټائزیشن ډویلپمنټ رپورټ (2025)‘‘ په اړ ووئېل په كال 2025 كښې د چین ډیجیټل معیشت په بنیادي څانګو كښې د زياتوالي قدر د جي ډي پي 10.5 فیصد نه زيات و ۔ په دغې مهال د چین ډیجیټل صنعت مجموعي آمدن 39.6 ټریلین یوان پاتي شو ، كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 8.8 فیصد زيات دے ۔ چین كښې د وګرو د ډیجیټل کھپت حجم 25.3 ټریلین یوان ته ورسېد ، په كوم كښې چې د كال 8.7 فیصد زياتوالے ریکارډ كړے شوے ۔د هېواد په نیټ ورک بنیادي ډھانچه كښې هم ښكاره ښه والے راغلے دے ۔د 2025 تر اختتام چین كښې د فائیو جي بیس سټیشنز مجموعی شمېره 48 لاکھه 38 زره ته رسېدلې او دغسې د هېواد په دريو كښې دوو برخو وګړو د ګیګا هټ سټي معیار تر لاسه كړے دے









