اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) په ضلع ټانك كښې په چيك پوسټ د بريد ناكامه هڅه كوونكو فتنة الخوارج ترهګر د عبرت نشانونه وګرځولې شول ٬ د ټانك په مانجھي خيل سيمه كښې د پوليس او پوځ مشتركه چيك پوسټ د ترهګرو لخوا بريد شوے ٶ٬ امنيتي ځواكونو په وخت او د موثره ځوابي كارروائۍ په نتيجه كښې بريد ناكامه كړے شو او د فتنة الخوارج ټول ترهګرو …
ټانك په چيك پوسټ بريد كوٶنكو د فتنة الخوارج ترهګرو عبرت ناك انجام
اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) په ضلع ټانك كښې په چيك پوسټ د بريد ناكامه هڅه كوونكو فتنة الخوارج ترهګر د عبرت نشانونه وګرځولې شول ٬ د ټانك په مانجھي خيل سيمه كښې د پوليس او پوځ مشتركه چيك پوسټ د ترهګرو لخوا بريد شوے ٶ٬ امنيتي ځواكونو په وخت او د موثره ځوابي كارروائۍ په نتيجه كښې بريد ناكامه كړے شو او د فتنة الخوارج ټول ترهګرو ووژل شول٬ په ټانك بازار كښې د ترهګرو د مړو په ليدو ځائي وګړو د كركې څرګندونه وكړه٬ د ضلع ټانك اولس د فتنة الخوارج په وژلې شوې ترهګرو د غصے او بيزارۍ سره د لعنت اچولو څرګندونه وكړه٬ د مسلسل بدامنۍ او تشدد څخه ځپلې آبادي د داسې عناصرو په ضد د غصے او بېزارۍ څرګندونه كوي٬ د اولس لخوا سخت ردعمل په هېواد كښې د امن و امان صورتحال خرابوٶنكو عناصرو لپاره يو واضح او د عبرت وړ پېغام حېثيت لري۔










