لاهور ۔26جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ بريد په ناکامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئې وړاندې كرې دي ۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزیر اعظم په سوئېلې وزیرستان كښې د سکیورټي فورسز په چیک پوسټ د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله فتنہ الخوارج ترهه ګرو د بزدلانه بريد په ناکامه كولو …
وزیراعظم محمد شهباز شریف سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ بريد په ناکامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئې
لاهور ۔26جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ بريد په ناکامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئې وړاندې كرې دي ۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزیر اعظم په سوئېلې وزیرستان كښې د سکیورټي فورسز په چیک پوسټ د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله فتنہ الخوارج ترهه ګرو د بزدلانه بريد په ناکامه كولو او د څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كرې دي ۔ وزیراعظم د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ پوهې ، غیر معمولي جرات او په وخت د کارروائې ستائنې كولو سره ووئېل زمونږ نرانو ځوانانو د دښمن ناوړه عزائم په ناکامه كولو يو ځل بيا ثابت كړې چې د پاکستان په سلامتیا به كومه سودا ونه كړې شي ۔ده ووئېل ټول قام د خپلو مېړنو پوځونو او قانون نافذ کوونكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ حکومت او سکیورټي فورسز د آپریشن ’’عزمِ استحکام‘‘ لاندې ګړد هېواد كښې د ترهه ګرۍ ناسور مکمل ختمولو پورې به کارروائۍ په پورا قوت سره روانې ساتي










