صدر مملکت آصف علي زرداري  د مالدیپ خپل هم منصب ډاکټر محمد  معیزو ٬ د مالدیپ  حکومت او اولس ته په آزداۍ ورځ مېاركي وركړه                                                                    

اسلام آباد۔26 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري  د مالدیپ خپل هم منصب ډاکټر محمد  معیزو ٬  د مالدیپ  حکومت او اولس ته په آزادۍ ورځ مبارکي وركړې ده  ۔ د اتوار  په ورځ د  ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بيان تر مخه  ​صدر مملکت سږ كال  د  آزادۍ ورځ د پاکستان او مالدیپ تر مينځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د 61  م  سالګرې په توګه  …

اسلام آباد۔26 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري  د مالدیپ خپل هم منصب ډاکټر محمد  معیزو ٬  د مالدیپ  حکومت او اولس ته په آزادۍ ورځ مبارکي وركړې ده  ۔ د اتوار  په ورځ د  ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بيان تر مخه  ​صدر مملکت سږ كال  د  آزادۍ ورځ د پاکستان او مالدیپ تر مينځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د 61  م  سالګرې په توګه  هم  لا خاص وګرځوله ۔  ده ووئېل  دا مهم سنگِ میل د دواړو  هېوادونو تر مينځه د شپږو لسيزو نه د زياتې مودي د دوستانه اړيكو ، شريك باور او د  نزدې مرستې عکاسي كوي ۔ ​صدر آصف علي زرداري ووئېل پاکستان د مالدیپ سره خپلو  د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي  ۔ ده دا باور  اښكاره كړو چې د  دوستۍ مضبوطېدو   څخه به  شريكه مرسته لا وده ومومي كومه به چې د دواړو هېوادونو د اولسونو لپاره د  امن، ترقۍ او  خوشحالۍ باعث به وي ۔

مزید خبریں