اهور 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان حکومت د ټيکس نظام كښې بنيادي اصلاحات، د ايف بي آر د كار استعداد زیاتولو ٬ کيش ليس معيشت ته ودی وركولو او د جديد ټيکنالوجۍ ګارولو د لارې د هېواد مالياتي نظام مضبوطولو لپاره بشپړ اقدامات كوي٬ د حکومت مقصد اولس لپاره آسانۍ پيدا كول، …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې په د ايف بي آر په اصلاحات، کيش ليس معيشت او د ټيکس نظام ښه کولو لپاره په تندۍ سره كار روان دے۔ وفاقي وزير محمد اورنګزيب

مزید خبریں
اهور 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان حکومت د ټيکس نظام كښې بنيادي اصلاحات، د ايف بي آر د كار استعداد زیاتولو ٬ کيش ليس معيشت ته ودی وركولو او د جديد ټيکنالوجۍ ګارولو د لارې د هېواد مالياتي نظام مضبوطولو لپاره بشپړ اقدامات كوي٬ د حکومت مقصد اولس لپاره آسانۍ پيدا كول، د ټيکس وركوونكو باور بحالول او يو داسې سپېځلے نظام جوړول دي كوم چې د پاکستان د تل پاتي معاشي پرمختګ بنياد وګرځي۔ په دې موقع د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) چيئرمين محمد راشد لنګړيال پشمول د فېكلټۍ غړي او د ډپلومه پروګرام ټول افسران په لويه شمېره موجود وو۔ په دې موقع ده د لمز پوهنتون او د ټولو شراكتدارو مننه كولو سره ووئيل چې ستاسو په مرسته د تربيې يو معياري پروګرام ممكن شوے، كوم چې به د اېف بي آر د انساني وسائلو استعداد زياتولو كښې اهم كردار ولوبوي٬ په دې موقع د فېډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) چيئرمين محمد راشد لنګړيال هم وېنا وكړه۔ د دستورې په پائې كښې په كورس كښې په ځانګړې كاركردګۍ افسرانو ته اېوارډز او سندونه هم وركړې شول










