د پشكال پرله پسې بارانونو له امله په بېلا بیلو  سيمو كښې د سېلاب خطر دے۔ اېن ډي اېم دے

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اين ډي ايم اے) د خالي په ورځ خبردارے وركړے چې د پشكال پرله پسې بارانونو له امله په بیلابیلو   سيمو كښې د سېلاب خطر زيات شوے دے، د چناب درياب په مهمو ځايونو كښې د مېنځنۍ درجے سېلاب رېكارډ شوے دے او د راتلونكو 24 نه تر 48 ساعتو  په مهال د شمالي بلوچستان، خېبر پښتونخوا او د …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اين ډي ايم اے) د خالي په ورځ خبردارے وركړے چې د پشكال پرله پسې بارانونو له امله په بیلابیلو   سيمو كښې د سېلاب خطر زيات شوے دے، د چناب درياب په مهمو ځايونو كښې د مېنځنۍ درجے سېلاب رېكارډ شوے دے او د راتلونكو 24 نه تر 48 ساعتو  په مهال د شمالي بلوچستان، خېبر پښتونخوا او د ډيره غازي خان په غرئیزو سیمو  او خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده۔ د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سنټر د اين اي او سي له م خې په چناب درياب كښې په خانکي، قادرآباد هيډ او چنيوټ پل د مېنځنۍ درجے سېلاب رېكارډ شوے دے او د وزيرآباد په پلكهو خوړ كښې هم د مېنځنۍ درجے سېلاب دے ۔ په آباسين كښې په کالا باغ، چشمه او تونسه، په چناب درياب ك ښې په مراله او ترمو، په راوي درباب كښې په بالوکي او سدھنائي او په لنډي سېند كښې په نوښار كښې د كمې كچې سېلاب دے٬۔ اېن ډي اېم اے د راتلونكې 24 نه تر 48 ساعتونو په شمالي بلوچستان، خېبر پښتونخوا او د ډيره غازي خان په غرونو او خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ښودلې ده۔ اېن ډي اېم اے اولس څخه اپيل كړے دے چې ھغوي دې د سېلاب ځپلې سړكونو٬ خوړونو او د سېلاب په اوبو كښې پياده يا ګاډي نه ګرځوي٬ دې سره ادارې ټولو صوبائي او ضلعي چارواكو ته الرټ جاري كړے دې چې وګړو له سلا وركړئ چې په وخت خبرداري او اېمرجنسي معلوماتو لپاره د پاك اين ډي ايم اے د ډيزاسټر الرټ موبائل ايپليکيشن د لارې اپ ډېټ وسئ۔