اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره د برطانيې د هاوس آف لارډز غړي ضمیر چوهدري ملاقات کړے دے ۔د داخله وزارت نه جاري اعلامیه تر مخه په دې موقع لارډ ضمیر چوهدري په منطقه كںښې د امن لپاره د پاکستان د هڅو ستائنې كولو سره ووئېل وزیراعظم ، فیلډ مارشل د سيمه ايز استحکام لپاره د پېرزوئنو وړ هڅې كړي۔ لارډ ضمیر چوهدري …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محس نقوي سره د برطانيې د هاوس آف لارډز غړي ضمير چوهدري ملاقات
اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره د برطانيې د هاوس آف لارډز غړي ضمیر چوهدري ملاقات کړے دے ۔د داخله وزارت نه جاري اعلامیه تر مخه په دې موقع لارډ ضمیر چوهدري په منطقه كںښې د امن لپاره د پاکستان د هڅو ستائنې كولو سره ووئېل وزیراعظم ، فیلډ مارشل د سيمه ايز استحکام لپاره د پېرزوئنو وړ هڅې كړي۔ لارډ ضمیر چوهدري زياته كړه چې د حکومت مثبت پالیسیو څخه پاکستان كښې د سرمایه کارۍ موقعې زياتېږي ۔ ملاقات کښې وفاقي وزیر محسن نقوي ووئېل منطقه كںښې د تل پاتي امن لپاره د پاکستان شرېكې هڅې روانې دي ۔ ده دا هيله ولرله چې انشاءاللہ دا ځل به هم زمونږ د هڅو ښه نتيجه رامخې ته شي ۔ محسن نقوي ووئېل پاکستان كښې د سرمایه کارۍ لپاره پراخه موقعې شته ،پاکستان كښې د سرمایه کارۍ به هر كلے كوو او سرمایه کارو ته به هر ممکن آسانۍ وركولې شي۔










