اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو د کونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر میکسم ریزینکوف سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكو دوه اړخيزه اړيكو په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو ډلو د …
نائب وزیراعظم د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر سره وليدل
اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو د کونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر میکسم ریزینکوف سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكو دوه اړخيزه اړيكو په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو ډلو د پاکستان او بیلاروس اړيكو جاج واغست او بېلو څاڼكو كښې د مرستې لا مضبوطولو لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو ۔دوي د اعلیٰ كچې روابط تسلسل له او د پاکستان۔بیلاروس د مشترکه وزارتې کمیشن ٩م غونډې كومه به چې د 11 نه تر 12 اګست اسلام آباد كښې د پاکستان په كوربتوب كېږي لپاره هم نېكې هيلې ولرلې دواړو لارښودو اقتصادي او تجارتي مرستې ته پراختيا وركولو ، دفاع، كركېلې، ټیکنالوجۍ او د افرادي قوت تبادلې په څانګو كښې د همكارۍ لا زياتولو په لارو چارو هم خبرې وكرې او د يوې جامع مرستې د تګلارې (2027-2025) لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو هم خبرې وكرې ۔ خارجه وزير ریزینکوف د امریکې۔ایران صورتحال په اره خبرې مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكسشتان د ګټور کردار ستائنه او منطقه كښې د امن و سلامتیا ودې لپاره د پاکستان د پرله پسې هڅو ستئانه وكړه۔









