نائب وزيراعظم د ازبکستان خارجه وزير سره وليدل، په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنهګائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې په مهال د ازبکستان خارجه وزير بختيار سعيدوف سره وليدل٬ په دې موقع په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنهګائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې په مهال د ازبکستان خارجه وزير بختيار سعيدوف سره وليدل٬ په دې موقع په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې دوارو مشرانو د پاكستان او ازبکستان ترمېنځه د  سټريټجک شراکت دارۍ قوي كولو پخلي سره تجارت، سرمايه کاري، سيمه ايز روابط، توان، كلتور او په اولسي كچه د روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې د پېشرفت جاج واخست۔ دوي د لوړې كچې روابط تسلسل سره روتنه ساتلو او د دواړو هېوادونو د كاروباري ورورولۍ ترمېنځه نزدې مرستې ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو دغسې چې اقتصادي اړيكو ته لا پراختيا وركړې شي۔ دواړو مشرانو په سيمه ايز او ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې په بېلو اړخونو هم خبرې وكړې۔ دوي د سږ كال په پېل كښې د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف د پاکستان د کاميابې دورې ذکر كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د دغې دورې په مهال په شوو مفاهمتونو په وخت د عملدرامد د لارې دې په عملي نتيجو بدلې كړې شي۔ ډلو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير بختيار سعيدوف په منطقه كښې د امن او  استحکام ودې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په خاص توګه د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت د ممكن كولو د كردار ستائنه وكړه۔ دواړو اړخونو دا هيله ولرلهچې خبرو او د سفارت کارۍ د لارې به تل پاتې امن او د سيمه ايز استحکام لاره هواره شي۔ دوي د شريكو رابطو په ځائ ساتلو ته هم صلاح يوه  كړه۔