وزيراعظم هاٶس كښې د اعليٰ كچ غونډه، ډيجيټل ګورننس، سپېځلتيا، ځواب وركول او په نتيجو اډانه نظام ته ودې وركولو لپاره د نظام په بشپړه توګه د فعالولو اقدامات

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم آفس وفاقي  حکومت كښې د ډيجيټل ګورننس، سپېځلتيا، ځواب وركول او په نتيجو اډانه نظام ته ودې وركولو لپاره د نظام په بشپړه توګه د فعالولو اقدامات تند كړې دي، دا نظام به د حكومت مرکزي ډيجيټل کمانډ او د مانيټرنګ پليټ فارم په توګه كارولو سره بين الوزارتي رابطې، د کارکردګۍ نګراني او اولسي خدمت لا موثره، سپېځلے او تيز …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم آفس وفاقي  حکومت كښې د ډيجيټل ګورننس، سپېځلتيا، ځواب وركول او په نتيجو اډانه نظام ته ودې وركولو لپاره د نظام په بشپړه توګه د فعالولو اقدامات تند كړې دي، دا نظام به د حكومت مرکزي ډيجيټل کمانډ او د مانيټرنګ پليټ فارم په توګه كارولو سره بين الوزارتي رابطې، د کارکردګۍ نګراني او اولسي خدمت لا موثره، سپېځلے او تيز رفتاره جوړولې شي۔ د خالي په ورځ د اقتصادي چارو وزارت لخوا د جاري بيان له مخې حکومت په حقيقي وخت اډانه واكمننۍ، ډيجيټل احتساب او په نتيجهو اډانه اولسي انتظاميه ته ودې وركولو لپاره د وزيراعظم هاٶس نظام په بشپړه توګه فعالولو لپاره اقدامات تند كړې دي٬ په دې لړ كښې په وزيراعظم هاٶس كښې د سيکرټريز کميټۍ د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د دې خبرې پخلے وشو چې سركاري چارې ترسره كول او د دې نګراني به د كوټلې ډيجيټل پليټ فارم د لارې لا موثره، سپېځلې او تند رفتاره كولې شي دغسې چې د وزيراعظم په ترجيحات  په وخت عملدرامد باوري كړے شي۔ د غونډې مشتركه شريكه مشري د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه او د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه كوله۔ په غونډه كښې وفاقي سيکرټريز، د وزيراعظم هاٶس اعلٰې چارواكو او د اړوند ادارو لوړ پژرو ګډون