ټانک كښې ترهه ګرو د چیک پوسټ سره د باردو ډك ګاړی ټکر كړو، د امنيتي ځواكونو  15 اهلکار شهیدان ، په ځوابي کاروائۍ كښې 12 ترهه ګر ووژل شول

  پنډۍ ۔24 جولائي  (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلع كښې ترهه ګرو  د چیک پوسټ سره د باردو نه  ډك ګاړې ټكر  كړو چې په نتيجه كښې  يې د  امنيتي ځواكونو 15 اهلکار شهیدان شول ٬ دغسې په ځوابي کارروائۍ كښې 12  ترهه ګر ووژل شول  ۔ د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه  د  24 م جولائي په …

 

پنډۍ ۔24 جولائي  (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلع كښې ترهه ګرو  د چیک پوسټ سره د باردو نه  ډك ګاړې ټكر  كړو چې په نتيجه كښې  يې د  امنيتي ځواكونو 15 اهلکار شهیدان شول ٬ دغسې په ځوابي کارروائۍ كښې 12  ترهه ګر ووژل شول  ۔ د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه  د  24 م جولائي په نيمه شپه ضلع ټانک  كښې په جوړ  شريك پولیس چیک پوسټ د هند  په سرپرستۍ كښې  کار کونكو د فتنہ الخوارج خوارجو  يوه  بزدلانه  ترهه ګر  بريد وكړو۔ ترهه ګرو د چیک پوسټ په  امنيت كښې د   چاودي جوړولو هڅه وكړه خو د سکیورټي فورسز په مستعد، په وخت او  پرېكنده  کارروائۍ  د هغوي ناوړه عزائم ناکامه كړل  ۔ ځوانانو د غیر معمولي مړانې او پیشه ورہ مهارت مظاهرہ کولو سره د تښتېدونكو خوارج تعاقب وكړو او    12 خوارج يې ووژل  ۔ د ناکامۍ نه پس ترهه ګرو  د بارود  نه ډك  يو ګاړې د چیک پوسټ  حفاظتي دیوال سره ټکر كړو  ۔د  سختې چاودنې  له امله د چیک پوسټ بنیادي ډھانچه سخته وځپلې شوه  د كومې په نتيجه كښې  چې 15  نرانو  اهلكارو د شهادت جام نوش کړو ۔ شهداء كښې 12  پوځي ځوانان ، 2 پولیس اهلکار او  يو د ځنګلات محکمې سرکاري اهلکار شامل دے  ۔ په سيمه كښې د بل كوم د هند په   سرپرستۍ كښې د فعاله خارجي ترهه ګر د موجودګۍ خاتمې لپاره  سرچ او کلیئرنس آپریشن روان دے ۔ د وفاقي ایپکس کمیټي د نیشنل ایکشن پلان  په منظورۍ  د پېل كړي وژن عزم استحکام  لاندې  د پاکستان  سکیورټي فورسز او د قانون نافذ کوونكې ادارې به په غیر ملکي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهه ګرۍ  مکمل خاتمې  لپاره خپل په زړه پورې د ترهه ګرۍ كمپائن د كوم تعطل نه غېر روان ساتي ۔آئي ایس پی آر  زياته كړه  زمونږ د نرانو ځوانانو دا عظیمې قربانۍ  په هر ډول د ګران وطن  دفاع او  سلامتیا له زموڼږ غیر متزلزل عزم  لا مضبوطوي ۔

مزید خبریں