نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د اېس سي او غونډې په موقع د ايران خارجه وزير سره وليدل

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان  په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې په موقع د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره وليدل ۔ د خارجه دفتر له مخئ دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه د نزدې او د اوږدې مودې اړيكو پخلي كولو …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان  په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې په موقع د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره وليدل ۔ د خارجه دفتر له مخئ دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه د نزدې او د اوږدې مودې اړيكو پخلي كولو سره په منطقه كښې د بدلېدونكې صورتحال جاج واغست۔ نائب وزيراعظم په اوسني سيمه ايز تاٶ تريخوالي د اندېښنې څرګندونې كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د  تل پاتي  امن او استحکام لپاره د ټولو ډلو لخوا  خبرې اترې، تحمل، په تاٶ تريخوالي كښې كمے او مسلسل سفارتي روابط ضروري دي۔ هغوې په جون 2026 كښې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت له مخې په شوو مفاهمتونو عملدرآمد ته د ودې وركولو په ضرورت هم زور راوړو۔ خارجه وزير سيد عباس عراقچي سيمه ايز امن او سلامتيا ته ودې وركولو لپاره د پاکستان د پرله پسې سفارتي  مرستې او ګټورو هڅو ستائنه وكړه۔ هغه د ايران فشرمېنز او عملې د غړو پشمول د امريكائي چارواكو لخوا د ايسارو كړز بېړيو عملې وطن ته  په محفوظ ډولو ستنېدو كښې د پاکستان د مرستې هم مننه وكړه۔ هغه ايران، امريکې او نورو اړوند چارواكو سره د نزدې رابطو د لارې د دغو كسانو د پاكسان د لارې محفوظ  تګ راتګ او ايران ته ستنول باوري كولو كښې د پاکستان د كردار هم ستائنه وكړه۔ ډلو د شريكې خوښې په چارو نزدې رابطه او باقاعده مشاورت دوامداره ساتلو ته اتفاق  سره په منطقه كښې امن، استحکام او د مشترکه خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه كار كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو

مزید خبریں