اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان ټر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47 قراقرم ون پرانسته كړې ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل فعاله، ترقي پسند او روښانه سباٶن لپاره سکائي 47 منصوبه ډېر مهم پيشرفت دے، كه د ستونزو او چيلنجز یه …
وزيراعظم او فيلډ مارشل د پاکستان تر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47 قراقرم ون پرانسته وكړه، فعاله، ترقي پسند او روښانه سباٶن لپاره سکائي 47 منصوبه ډېر مهم پيشرفت دے۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان ټر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47 قراقرم ون پرانسته كړې ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل فعاله، ترقي پسند او روښانه سباٶن لپاره سکائي 47 منصوبه ډېر مهم پيشرفت دے، كه د ستونزو او چيلنجز یه اميد او حوصلې سره مقابله وكړې شي نو د معرکه حق په څېر تاريخي كارنامې رامخې ته كېدې شي٬ دا منصوبه د پاکستان د سباٶن ضمانت دے او هېواد ته به ناقابل تسخير سکيورټي وركړي، كه په ګده كار وكړے شي نو هر هدف سر كېدې شي ۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د پاکستان تر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47 قراقرم-ون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران او نور شخصيات ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل سکائي 47 ډيټا سينټر قراقرم-ون د پرانستې دستوره كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده، جديد ترين ډيټا سينټر ډېر متاثره كونكے او د ستائنې وړ دے٬ د دې عظيمې منصوبې په مشاهده كولو ډېر خوشحالېږم كومه چې په لنډه موده كښې د غير معمولي عزم، پوخ باور او اعلي مهارت سره ترسره كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل كه مونږ په دې ماډل عمل وكړو نو مونږ به نه يوازې د ماضي د زيان ازاله وكړې شو بلكې سباٶن لپاره ډېر فعاله پرمختللې پاكستان به جوړ كړے شو كوم چې د وخت ضرورت دے، دا كار ګران دے خو ولې ناممكن نه دے لكه څنګه چې مونږ په معرکه حق كښې عظيمه کاميابي ترلاسه كړې كومه چې د پاكستان د تاريخ تر ټولو عظيمه لمحه وه۔ وزيراعظم ووئيل كله چې د انسان عزم كلك وي نو هر څه ممكن دي، كه د ستونزو او چيلنجز په اميد او حوصلې سره مقابله وكړې شي نو د معرکه حق په څېر تاريخي كارنامې رامخې ته كېدې شي٬ ده ووئېل دا منصوبه د پاکستان د سباٶن ضمانت دے، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير بصيرت لرونكې قيادت، د زيډ ټي اي شراکت دارۍ، د انفارميشن ټيکنالوجي وفاقي وزيرې او سيکرټري بشپړه ملاتړ ته پېرزوئنې وړاندې كوم، د قام سکائي 47 په څېر ډالۍ په وركولو د ټولو شراكتدارو مننه كوم، ده ووئېل پرله پسې خوارۍ داسې عظيمې منصوبې په حقيقت بدلوي٬ دا ډول منصوبې به په كراچۍ او لاهور كښې هم بشپړولې شي، ټولې سركاري ادارې دې سهولت سره وتړلې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا منصوبه د پاکستان اولس لپاره يو ښه ډالۍ ده كومه چې به چې ناقابل تسخير سکيورټي وركوي او دې منصوبې سره دا اميد او حوصله راپېدا كېږي چې كه په ګده كار وكړے شي نو هر هدف سر كېدې شي ۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د ډيټا سينټر په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ دستورې ته د آئي ټي وفاقي وزېرې شزا فاطمه خواجه او نورو هم وېنا وكړه









