اسلام آباد24 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري ټانك كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړی ده ۔صدر مملكت د ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو او د فتنه الخوارج 12 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ترهه …
صدر مملكت آصف علي زرداري ټانك كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو بريد سخته غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد24 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري ټانك كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړی ده ۔صدر مملكت د ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو او د فتنه الخوارج 12 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ترهه ګرو بريد په نتيجه كښې شهيدو شوو مېړنو ځوانانو او اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام به د خپلو بهادرو ځوانانو او اهلكارو قربانۍ هيرې نه كړي۔داسې عناصر د پاكستان سيمه ايز او نړيوال امن راوستو هڅو ته زيان رسول غواړي خو مونږ به د هغوي ناوړه غزائم كاميابۍ ته ورنه كړو۔










