وزيراعظم د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د مكمل وسائلو وركولو د عزم پخلے وكړو، په هېواد كښې د ترهګرۍ په شا د هند لاس دے، د چيلنج به په ګډه مخه نيول وي۔ د شهباز شريف د “بلوچستان نيشنل ورکشاپ” ګډون كوٶنكو ته وېنا

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي حکومت لخوا د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د مكمل وسائلو وركولو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي  چې ټولې صوبې يو برابر ترقي وكړي نو هېواد به پرمختګ وكړي٬ کراچۍ څخه تر چمن د ډبل روډ د 300 اربه روپو منصوبه به په راتلونكو دوه نيمو كالو كښې تر سره كولې شي، پنجاب نه د …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي حکومت لخوا د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د مكمل وسائلو وركولو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي  چې ټولې صوبې يو برابر ترقي وكړي نو هېواد به پرمختګ وكړي٬ کراچۍ څخه تر چمن د ډبل روډ د 300 اربه روپو منصوبه به په راتلونكو دوه نيمو كالو كښې تر سره كولې شي، پنجاب نه د اين ايف سي ايوارډ په مد كښې 150 اربه روپۍ بلوچستان ته وركړې شوي، پاتې صوبو د بلوچستان ترقۍ لپاره خپله برخه اچولې ده، بلوچستان ته په ليپ ټاپ او د وظائف په تقسيم كښې لس فيصده زياته كوټه وركړې كېږي، د کچھي کينال منصوبه به په تندۍ سره بشپړولې شي، د پاکستان مسئلو حل په سپېځلې حكومتي نظام كښې دے، په هېواد كښې د ترهګرۍ په شا د هند لاس دے٬ د ترهګرۍ د چېلنج به په ګډه مخه نيول وي، د افغانستان د پوهه كولو هڅه شوې چې ھغوي  د ترهګرو تنظيمونو په ضد كارروائي وكړې او افغان خاوره د پاکستان په ضد كارولو له ورنه كړي۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د “بلوچستان نيشنل ورکشاپ” ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف، احسن اقبال، عطاء الله تارر، اعظم نذير تارړ، جام کمال، علي پرويز ملك، وزير مملکت بلال اظهر کياني او نورو هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل  اسلام آباد په اصل معنو كښې د څلورو واړو صوبو د خلقو مسکن دے، د بلوچستان نه راغلو غېرتمندو او  په وطن مئينو لوڼو او زامنو ته هركلے واېم، په بلوچستان كښې مېشته زمونږ مېړنو بلوڅو او پښتنو وروڼو خوېندو په تخليق پاکستان كښې كليدي كردار لوبولے،  ده وئېل په 1947 كښې د بلوچستان يو شمېر رياستونو په رضاکارانه توګه په پاکستان كښې شموليت اختيار كړے  ، په 1948 كښې د نورو رياستونو بلوڅو او پښتنو قبائليو د قائداعظم محمد علي جناح ؒ  قيادت تسليم كړو او د پاکستان برخه وګړځېدل٬ وزيراعظم ووئيل  بلوچستان د هېواد ترقي و خوشحالۍ كښې بشپړ كردار لوبولے دے، د بلوچستان قيادت د خپلې انا نه يو خوا  د زړه د كومي د وفاق ملاتړ كړے٬ بلوچستان د آبادۍ  په لحاظ كه هر څو د هېواد تر ټولو وړه صوبه ده خو  په جغرافيائي لحاظ سره لويه صوبه ده، د نورو صوبو او په خاص توګه د زياتې آبادۍ سيمو كښې چې كوم وسائل د تعليم، صحت او خوشحالۍ لپاره  په كارولو  سره زياتې آبادۍ ته ګټه رسولې كېدې شي٬ د بلوچستان صورتحال په دې لړ كښې مختلف دے٬  كلي او  قصبې خپلو كښې ډېره مسافت لري٬ لرې پرتو سيمو پرمختګ لپاره د ډېرو فاصلو په سبب وسائل نسبتاً زيات پكار دي،  ده ووئېل په كال 2010 كښې په اين ايف سي ايوارډ كښې دا معامله تسليم شوې او پاتې دريو صوبو په خاص توګه پنجاب په ګډه په رضا کارانه توګه د بلوچستان مالي حق 100 فيصده د زياتولو مطالبه ترسره كړې او په دې كښې ئې زياته برخه اچولې، دغس ېپنجاب 11 اربه روپۍ په كلنه توګه وركړې دي۔ ده ووئيل دا احسان نه ٶ بلكې د ورورولۍ عظيم مثال ٶ٬ د غم دړد  وېشلو د جذبې څرګندونه وه ٬ پنجاب د كال 2010 نه تر اوسه 150 اربه روپۍ په دې لړ كښې وركړې دي او دا سلسله اوس هم روانه ده، پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف په دور كښې د بلوچستان ترقۍ او خوشحالۍ لپاره بلها وسائل او منصوبې وركړې شوې او د پي ډي اېم په حكومت كښې د بلوچستان جائز مطالبې ترسره كولو لپاره  د بجټ نه زيات وسائل وركړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل  بلوچستان كښې كروندګر د بجلۍ مسئلې سره مخ وٶ او د هغوي نورې مسئلې وې كومې چې مونږ حل كولو لپاره نزدې 27 زره ټيوب ويلونه د نمر په توان منتقل كړي٬ د 75 اربه روپو په دې منصوبه كښې 50 اربه وفاق وركړي، دغسې د كراچۍ نه تر چمن د اين 25 كوم ته چې خونړے سړك وئيلے كېدو او هره ورځ به پېښې رامخې ته كېدې٬ دغه زړه مطالبه پورا كولو لپاره  تېر كال په تېلو كښې د كمي په مد كښې جمع شوے رقم د کراچۍ نه تر چمن د ډبل سړك جوړولو لپاره پرېكړه وشوه٫ د 300 اربه روپو دا منصوبه به په راتلونكو دوه نيمو كال كښې بشپړه شي نو دا خونړي سړك به د امن سړك وګرځولې شي۔ وزيراعظم په مستونګ كښې د سيشن جج عبدالحکيم شهادت غمژنه پېښه ګرځولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د غمژنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل سيشن جج عبدالحکيم او د ھغه ملګري شهيدان شوي۔ ده ووئيل  د هېواد حفاظت لپاره اولس سره سره  پاك پوځ او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو افسران او ځوانان قربانۍ وركوي ٬ تر اوسه د ترهګرۍ خاتمې په جنګ كښې د 90 زره نه زيات پاكستانيان شهيدان شوي دي، د ترهګرۍ په شا د هند لاس دے  او هند وسائل وركوي٬ په دې كښې نور عوامل هم شامل دي٬  په 18-2017 كښې هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه خو د دې نه وروستو ترهګرۍ بيا سر پورته كړو، د يو منظم سازش له مخئ ترهګري راوګرځېده، ترهګري زمونږ لپاره يو چېلنج دے٬  ده ووئېل مونږ له په ګډه د دې مقابله كول دي٬ افغانستان زمونږ ګاٶنډي هېواد دے چې ورسره مونږ د دوه زره كلوميټره نه زياته مشتركه پوله لرو ٬ افغان رجيم مونږ د پوهه كولو هڅه كړې٬ چې مونږ ګاٶنډيان يو او مونږ له په ګډه اوسېدل دي، په منطقه كښې كه امن غواړس نو هلته د موجودو ترهګرو تنظيمونو په ضد كارروائي وكړئ او د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد د استعمالېدو اجازه ورنه كړې، افغان عبوري حکومت د دغه تنظيمونو په ضد کارروائيو كښې پاتې راغلے دے۔ وزيراعظم وئيل پاك پوځ او قانون نافذ کوٶنكې ادارې د هېواد حفاظت لپاره هڅې كوي٬ په دې وروستيو كښې لوي څښتن پاكستان له عظيمې كاميابۍ وركړې٬ په معرکه حق كښې هند ته په څلورو ورځو كښې ماتې وركړې شوې٬ دغسې د سفارتکارۍ د لارې پاکستان په منطقه كښې د امن بحالۍ لپاره كليدي كردار لوبولے چې ورسره پاكستان ته په نړۍ كښې عزت ترلاسه شو٬ په منطقه كښې امن لپاره  په موثره سفارتکارۍ نړۍ پاكستان ته په درنه سترګه ګوري، ده ووئېل دا عزت او وقار د دښمن نه هضمېږي، وخت راغلے دے چې هېواد د معاشي ترقۍ په زغل كښې مخ په وړاندې بوځو، موقعې څخه ګټه پورته كولو كښې به څلورو واړو صوبو كښې ترقي او خوشحالي راوستلو لپاره به مونږ له شپه او ورځ په ګډه ستړې كول وي، ده ووئېل كه  د څلورو واړو صوبو 24 كورړه اولس په ګډه هڅې وكړي نو پاكستان به په نړۍ كښې خپل مقام ترلاسه كړي او زمونږ عسكري او سفارتي كاميابۍ به دوه چنده شي۔ په ورکشاپ كښې د سوال ځواب سيشن هم وشو، وزيراعظم د ګډون كوونكو د پوښتنو مدلل ځوابونه وركړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووېيل  په ايف بي آر كښې د بدعنوانۍ له امله په اربونو كهربونو روپۍ كومې چې په خزانه كښې جمع كول پكار دي ٬ ھغه جمع نه شوې چې په سبب ېې غربت او مسئلې زياتې دي او د دې مسئلو حل لپاره مونږ له  په پور بيا پور اخستل دي٬ د پاکستان د مسئلو حل په سپېځلې حکومتي نظام كښې دے، دې لپاره مونږ د ټيم ورك په توګه كار كرے او تېر كال د سيلز ټيکس او نورو بالواسطه ټيکسونو په مد كښې 800 اربه روپۍ وصول شوي ٬ د کچھي کينال په اړه د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د آبي ذخيرو منصوبو لپاره سږ كال  بجټ كښې 368 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې پكښې دا منصوبه هم شامله ده، دا منصوبه به په تندۍ سره بشپړولې شي٬ دې منصوبې ته كه د پاكستان كېنال نامه وركړې شي نو ښه به وي۔ ضلع چاغي سره تعلق لرونكې  زده كونكې خالده يوسف د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل ستاسو تعلق هم چاغي سره دے ٬ مونږ په تاسو وياړ لرو٬ په ماضي كښې ما د پنجاب وزيراعليٰ  په حيث په  ښه کارکردګۍ زده كوونكو ته لېپ ټاپس وركړي، هغوي ته مې په لاسو كښې کلاشنکوف نه دې وركړے٬ نن ډيجيټل انوويشن، اے آئي او د آئي ټي دور دے، د لکھونو په شمېر ليپ ټاپس تقسيم شوې دي٬ ما د دغه ماشومانو، هلكانو او جينكو او كورنيو تقدير بدل كړے او هغوي د هېواد پرمختګ او تعليم لپاره لوي كليدي كردار لوبولے دے ۔ د دې نه علاوه په بلوچستان كښې 9 دانش سکولز جوړٶو٬ د هلكانو او جېنكو تعليم لپاره جلا جلا  ددرس ځايونه ،کلاس رومز او د لوبو به مېدانونه وي٬  غريبانانو او يتيمانانو ته به د وړيا تعليم سهولت ترلاسه وي، د زرګونو په شمېر دا هلكان او جينګۍ ډاکټرز، انجينئرز جوړېدو سره به د قام بشپړ خدمت كوي۔ وزيراعظم  ووئيل  د بلوچستان تعليمي ادارو لپاره به صوبائي حكومت سره په ګډه سهولتونه وركوو٬ دوي به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې بشپړ كردار لوبوي  او د هېواد دښمنه عناصرو خاتمه كښې به د وړومبي صف ډله ثابتېږي٬ دغسې به پاكستان ډېر زر د ترهګرۍ نه خلاص شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له بلوچستان له نور وسائل وركول دي٬ د كوئټه، قلات  او چمن پشمول د بلوچستان عامو وګړو ته چې تر څو دا احساس نه وي شوے چې دې ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د بلوچستان حکومت او وفاق په ګډه د پنجاب، خېبرپښتونخوا او د سندھ پرمختګ او خوشحالي غوندې سوچ لري٬ تر ھغې وخت به مطمئن نه شو۔ وزيراعظم باور وركړو چې د بلوچستان ترقۍ ، خوشحالۍ٬ تعليم او علاج لپاره به وسائل باوري كوٶ، پاکستان به د نړۍ يو طاقتور هېواد جوړوٶ٬ په دې موقع د ورکشاپ ګډون كوٶنكو وزيراعظم سره  ګروپ عكسونه هم اوېستل۔

مزید خبریں