اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په کوهاټ كښې د ايکسائز په اهلکارو د ترهګرو د بريد غندنې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرۍ په پېښه كښې د سب انسپکټر سجاد الاسلام او کسټمز کانسټيبل جواد په …
وزيراعظم په کوهاټ كښې په ايکسائز اهلکارو د ترهګرو د بريد غندنه وكړه٬ د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په کوهاټ كښې د ايکسائز په اهلکارو د ترهګرو د بريد غندنې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرۍ په پېښه كښې د سب انسپکټر سجاد الاسلام او کسټمز کانسټيبل جواد په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده په پېښه كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ وزيراعظم اړوند اهلكارو ته د ذمه وارو په تعين كولو هغوي ته د سزا وركولو امر وكړو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي٬ شرپسند عناصر به په هېڅ صورت د هېواد امن تباه كولو ته پرې نه ږدو









