اسرائيل په بريد كښې د فټ بال شهيد شوي 12 فلسطنيان عسكريت خوښي وګرځول٬ د پي ايف اے په سختۍ سره ترديد             

  مقبوضه بېت المقدس۔ 24 جولائي (اے پي پي) اسرائيل د فټ بال هغه 12 لوبغاړي عسكريت خوښي ګرځولي  دي كوم چې د غزه په جنګ كښې وژلې شوي وو ٬  په هغوي كښې د فيفا رجسټرډ يو يفري هم شامل ؤ ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه  د فلسطين د فټ بال ايسوسي ايشن عهدېدار دا تورونه رد كړې دي ۔ د اسرائيلي پوځ …

 

مقبوضه بېت المقدس۔ 24 جولائي (اے پي پي) اسرائيل د فټ بال هغه 12 لوبغاړي عسكريت خوښي ګرځولي  دي كوم چې د غزه په جنګ كښې وژلې شوي وو ٬  په هغوي كښې د فيفا رجسټرډ يو يفري هم شامل ؤ ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه  د فلسطين د فټ بال ايسوسي ايشن عهدېدار دا تورونه رد كړې دي ۔ د اسرائيلي پوځ وېنا ده  د دې كسانو نامې  ځكه جاري كړې كېږي  چې د هغه دروغجنو ادعاګانو ځواب وركړے شي چې پكښې وئېلې شوي چې اسرائيل په قصد د فټ بال  لوبغاړي په نخښه كړل ۔ د بيان تر مخه  د اسرائيل پوځ اوس هغه د فلسطيني فټ بالرز ٬ رېفرېز او كوچز شناخت كوي  كوم چې  د بې ګناه په حېث وړاندې كړې شوي  خو په حقيقت كښې هغوي د حماس او اسلامك جهاد په عسكري څانګو كښې كار كولو۔ د پوځ د اړخه دا هم وئېلې شوي دي چې په دغه كسانو كښې څه په وسله والو ډلو كښې  په مهمو چوكو  فائز وو  او نور د جنګ په كاروائيو كښې  برخه اغستوونكې اهلكار وو٬  چې پكښې د يو نوم د محمد سميع محمد خطاب شامل ؤ  د چا په حقله  چې د اسرائيل پوځ وېنا ده  چې د هغه پېژندګلي  د فيفا انټرنېشنل اسسټنټ رېفري  په توګه شوې ده۔ بيان تر مخه محمد سميع محمد خطاب په حقيقت كښې په سېنټرل كېمپس بريګېډ  كښې د يو عسكريت پسند په حېث كار كولو۔ د اسرائيل پوځ د اړخه  د هغه درې عكسونه  هم جاري كړې شوي  چې پكښې په يو كښې  هغه په فيفا او اېشين فټ بال كنفېډرېشن كښې د لوګو جرسي اغوستې ده ۔ په بل كښې  هغه تور  شرټ او په كېپ كښې ښكاري او په درېم عكس كښې  هغه يو ټوپك نيولے دے۔  د پوځ وېنا ده  د ايشين فټ بال كنفېډرېشن  پشمول  مختلف د فتبال تنظيمون  د هغه په وژنه د غمرازۍ پېغامات  جاري كړې وو۔ دا هم وئېلې شوي دي  چې په دغه 12 كسانو كښې  د لږ نه لږ دوو د 7 اكتوبر په بريد كښې برخه اغستې وه ۔ بل پلو  د فلسطين فټ بال اېسوسي اېشن دغه ټور تورونه رد كړي دي۔ د اېسوسي ايشن يو عهدېدار   د امنيت وجوهات له امله د نامې نه څرګندولو سره وېنا وه  چې اسرائيل د لوبغاړو ٬ كوچز ٬ رېفريز او د منتظيمينو د وژلو جرم پټولو لپاره  د دروغو تورونه لګوي ۔  د هغوي په جاري كړو نومونو كښې زياتره  هغه خلق دي  څوك چې پخپلو كورونو يا خيمو كښې د اسرائيل د بمبارۍ ښكار  شوي يا په چهاپو كښې د كورنيو پشمول وژلې شوي دي۔

مزید خبریں