اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد د نړيوال کريډټ ريټنګ ايجنسو لخوا د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ كښې اوسنے ښه والے د هېواد معيشت لپاره مهم پيشرفت ګرځولو سره وئيلي دي د پاکستان په واضحه لوري سفر پیل کړے دے٬ پاکستان يو ځل بيا د مضبوط معيشت، زياتېدونكي باور او د تل پاتي اقتصادي ترقۍ په لاره روان دے۔ د جمعې په …
پاکستان يو ځل بيا د مضبوط معيشت، زياتېدونكي باور او د تل پاتي اقتصادي پرمختګ په لاره روان دے۔ خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد د نړيوال کريډټ ريټنګ ايجنسو لخوا د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ كښې اوسنے ښه والے د هېواد معيشت لپاره مهم پيشرفت ګرځولو سره وئيلي دي د پاکستان په واضحه لوري سفر پیل کړے دے٬ پاکستان يو ځل بيا د مضبوط معيشت، زياتېدونكي باور او د تل پاتي اقتصادي ترقۍ په لاره روان دے۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګز د تېرې يوې لسيزې په مهال د هېواد د معيشت د سفر عکاسي كوي٬ په كال 17-2016 كښې دا ريټنګ “بي” ٶ خو وروستو د معاشي بحران له امله دا ريټنګ مسلسل تنزلۍ سره مخ پاتې شو او په كال 23-2022 كښې كمزورې كچې ته راورسېد او اوس دا رجحان په واضحه توګه بدل شوے دے۔ ده ووئيل مسلسل اصلاحات، مالياتي نظم و ضبط او د معاشي استحکام په سبب ايس اينډ پي ګلوبل ريټنګز د پاکستان خپلواكه ريټنګ زياتولو سره په “بي” مستحکم كړے شوے كومه چې د تېرو اته نهه كالو لوړه كچه ده









