اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج توثيق وكړو

  برسلز۔24 جولئاي (اے پي پي)  اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج  توثيق وكړو۔  د العربيه اردو تر مخه   د ائتلاف يو سفارتكار  وئېلي دي  د تنظيم سفيرانو  د دې نوي اقدامات توثيق كړے  دے  كومو ته چې د 27  غړو هېوادونو  د رسمي منظوري  ضرورت پاتي دے ۔  په دې پېكج كښې  د روس مالياتي او د توان څانګې هدف ګرځولې شوي دي ۔ …

 

برسلز۔24 جولئاي (اے پي پي)  اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج  توثيق وكړو۔  د العربيه اردو تر مخه   د ائتلاف يو سفارتكار  وئېلي دي  د تنظيم سفيرانو  د دې نوي اقدامات توثيق كړے  دے  كومو ته چې د 27  غړو هېوادونو  د رسمي منظوري  ضرورت پاتي دے ۔  په دې پېكج كښې  د روس مالياتي او د توان څانګې هدف ګرځولې شوي دي ۔ سفارت كار ووئېل د نوو ګامونو تر مخه  د روس د فوسل آمدن محدود كولو په هڅه كښې د روسيه تيلو برآمدات لپاره د نړيوالې بيعې د حد خوكاره  بدلون به تر يو كال ځنډولې شي۔ د تېلو د بيعې د حد اطلاق  په هغه روسي تيلو كېږي كوم چې  د ائتلاف  نه بهر هېووادونو لكه هند ٬ چين ٬  او په تركيه خرڅولې كېږي۔  د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وان ډيئرلېئن ووئېل  د روسيه د تېلو د بيعې حد ترميم تر يو كال ځنډول دي  كوم چې د اروپائي  ائتلاف د 21 م پېكج برخه دے د كوم چې منظوري وركړې شوې ده  او دا خبره باوري كوي  چې د روس جنګي مشن د بازار د جړقونو نه ګټه پورنه نه كړي۔ هغه ووئېل په دې پېكچ كښې  د ائتلاف  د وركړې راكړې د بندېز فهرست كښې 32 د روسيه بانكونه ٬  كرپتو كرنسي كمپني  او د تېلو تجارت د پلېټ فارم  زياتوالے هم شامل دے۔