اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو کونسل غونډې په مهال د چين خارجه وزير وانګ اي سره وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې دواړٶ مشرانو د پاك-چين په دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايز صورتحال او په ګڼ اړخيزه فورمز كښې د مرستې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ايس سي او خارجه وزيرانو کونسل غونډې په موقع د چين خارجه وزير سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو کونسل غونډې په مهال د چين خارجه وزير وانګ اي سره وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې دواړٶ مشرانو د پاك-چين په دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايز صورتحال او په ګڼ اړخيزه فورمز كښې د مرستې په چارو ډېره په زړه پورې او د نتيجې وړ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم د خارجه وزير وانګ اي مننه وكړه چا چې د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې سيمه ايز امن و استحکام لپاره د پاکستان د سفارتي هلو ځلو ستائنه كړې۔ د چين خارجه وزير وانګ اي د شنګھائي مرستې تنظيم د کونسل آف هيډز آف سټيټ د راراون چيئرمين شپ سنبھالولو او په كال 2027 كښې د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې كوربتوب لپاره پاکستان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه










