نائب وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو پشمول د کرغزستان صدر سره وليدل، په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو پشمول د کرغزستان صدر سره د جمعې په ورځ چولپون آتا كښې په صدارتي سټيټ ريزيډنس كښې وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د کرغزستان  صدر لپاره د نېكو هيلو …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو پشمول د کرغزستان صدر سره د جمعې په ورځ چولپون آتا كښې په صدارتي سټيټ ريزيډنس كښې وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د کرغزستان  صدر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو کونسل غونډې په مهال په ښه مېلمستيا ېي د هغوي مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د سيمه ايز او نړيوال پيشرفت نه علاوه د شنګھائي مرستې تنظيم د شريكې مرستې د يو مهم پليټ فارم په حېث په رامخې ته كېدونكي كردار يې هم خبرې وكړې۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان لخوا 27۔2026 لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئرمين شپ سنبھالولو چمتوالي نيولو په لړ كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه  پرله پسې مرسته او نزدې همكاري ډېره د اهميت وړ ده