اسلام آباد ۔ 24 جولائي (اے پي پي) د پاكستان ٬مصر ٬ تركيه ٬ قطر او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو په مسجد اقصې / الحرم الشريف كښې د اسرائيل د اوسنو راپارونكو كاروائيو په خاص توګه د اسرائيل انتها خوښو وزيرانو په مشرۍ كښې د آباد كارو په لويه پېمانه په مسجد اقصې / الحرم الشريف كښې د اسرائيلي پوځ په تحفظ كښې د داخلېدو ٬ په آنګڼ …
مسجد اقصې كښې د اسرائيل د اشتعال انګېزه كاروائيو غندنه
مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 24 جولائي (اے پي پي) د پاكستان ٬مصر ٬ تركيه ٬ قطر او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو په مسجد اقصې / الحرم الشريف كښې د اسرائيل د اوسنو راپارونكو كاروائيو په خاص توګه د اسرائيل انتها خوښو وزيرانو په مشرۍ كښې د آباد كارو په لويه پېمانه په مسجد اقصې / الحرم الشريف كښې د اسرائيلي پوځ په تحفظ كښې د داخلېدو ٬ په آنګڼ كښې د اسرائيل بېرغ د هسك كولو ٬ د اسرائيلي پوليس د اړخه د دوو خېمو لګولو او د نورو اشتعال لرونكو ګامونو ډېره سخته غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر تر مخه خپل بيان كښې خارجه وزيرانو ووئېل دا اشتعال انګېزي او نه قبلېدونكې اقدامات د نړيوال قانون ٬ د ملګړو ملتونو قراردادونو او مقبوضه بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو د تاريخي او قانوني حېثيت بيخي خلاف ورزي ده۔د 8 مسلمانانو هېوادونو خارجه وزيرانو د اسرائيلي انتها خوښو او ډلو د اړخه د اشتعال انګېزۍ ٬ مسجد اقصې كښې دراندازۍ لپاره د لمسولو او په تشدد اډاڼه غېر قانوني او انتها پسنده اقدامات هم په سختو ټكو غندنه وكړه۔ دوي خبردارے وركړو چې دا اشتعال انګېزه ګامونه كركې او انتها خوښې ته هوا وركوي او د دوه رياستي حل په بنياد د منصفانه او تل پاتي امن راوستو لپاره هلو ځلو كښې خنډان جوړېږي۔ د مقبوضه بېت المقدس زوړ ښار او هلته موجود د عبادت ځايونو ته په رسنه لګېدلې بندېزونه تر دې چې د قديم ښار تر نورو عبادت ځايونو پورې امتيازي او د خپلې خوښې په انداز كښې رسنه محدود كول د نړيوال قانون پشمول د نړيوال بشري قانون هم بيخي خلاف ورزي ده او د تاريخي و قانوني حېثيت د بدلولو غېر قانوني هڅه ده۔ خارجه وزيرانو په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل دې د مقبوضه بېت المقدس يا هلته په اسلامي او مسيحي مقامات هيڅ ډول خود مختاري نه لري










