مقبوضه بېت المقدس۔24 جولائي (اے پي پي) د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائېلي آباد كارو په مسجد اقصې احاطه كښې په زبردستۍ د داخلېدو سختې غندنې كولو سره دا د تاريخي او قانوني حېثېت بيخي خلاف وزري ګرځولې ده۔ د العربيه اردو تر مخه د فلسطين صدارتي دفتر بيان كښې وئېلي دي د اسرائيل وزير ايتا مابن ګوېر او د كنېسټ غړي عاميت هېليوي په مشرتابه كښې آبادكارو د مسجد …
د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائيلي آبادكارو په مسجد اقصې كښې د دراندازۍ غندنه وكړه

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس۔24 جولائي (اے پي پي) د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائېلي آباد كارو په مسجد اقصې احاطه كښې په زبردستۍ د داخلېدو سختې غندنې كولو سره دا د تاريخي او قانوني حېثېت بيخي خلاف وزري ګرځولې ده۔ د العربيه اردو تر مخه د فلسطين صدارتي دفتر بيان كښې وئېلي دي د اسرائيل وزير ايتا مابن ګوېر او د كنېسټ غړي عاميت هېليوي په مشرتابه كښې آبادكارو د مسجد اقصې په آنګڼ كښې په داخلېدو تلمودجي رسومات ادا كړل ٬ كوم چې د تاريخي او قانوي حېثيت بيخي خلاف ورزي ده ۔ بيان كښې وئېلې شوي دي په مسجد اقصې كښې روان اقدامات يوه خطرناكه اشتعال انګېزي ده ٬ كومه چې د يوې منظمې پالېسي برخه ده ۔ د هغوي مقصد مسجد اقصې كښې نوې زمكيز حقيقت مسلط كول او په زماني و مكاني بنيادونو د وېشلو هڅه ده۔ د فلسطين صدارتي دفتر زور راوړے دے چې مسجد اقصې يوازې د مسلمانانو د عبادت ځائے دے او د اسرائيلي قبضې نه خو په القدس ښار كوم د حاكميت حق شته او نه يې د دې په مقدسات۔ بيان كښې د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې هغوي خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او اسرائيل د القدس او نورو مقبوضه سيمو كښې د ټولو خلاف ورزو او يو اړخيزه اقدامات نه منع كړي۔










