پاكستان د يمن د حوثي مليشيا لخوا په سعودي عرب او بحيره احمر كښې د سمندري تجارتي بېړو په ضد د دړكو غندنه كوي۔ طاهر حسېن اندرابي 

  اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن انداربي وئيلي دي چې پاكستان د يمن د حوثي مليشيا لخوا په سعودي عرب او بحيره احمر كښې د سمندري تجارتي بېړو په ضد د دړكو غندنه كوي٬ پاكستان د خپلو سمندري بېړو يا د هېواد د سمندري مفاداتو په ضد هر ډول جارحانه اقدام قامي سلامتيا لپاره سنګين خطر تصور كوي او د نړيوال قانون …

 

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن انداربي وئيلي دي چې پاكستان د يمن د حوثي مليشيا لخوا په سعودي عرب او بحيره احمر كښې د سمندري تجارتي بېړو په ضد د دړكو غندنه كوي٬ پاكستان د خپلو سمندري بېړو يا د هېواد د سمندري مفاداتو په ضد هر ډول جارحانه اقدام قامي سلامتيا لپاره سنګين خطر تصور كوي او د نړيوال قانون له مخې پخپل دفاع كښې د ټولو ضروري اقداماتو حق محفوظ ساتي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي ووئيل د پاکستان په مفادات هر ډول بريد به په پاكستان بريد تصور كولې شي او د دې به مناسب ځواب وركولې شي۔ وياند د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او  سيمه ايز سالميت لپاره د پاکستان د غير متزلزل حمايت پخلي كولو سره په مېنځني ختيز كښې جاري شخړې ته د نورې پراختيا وركولو په هڅو د تشويش څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي كمي لپاره پرله پسې د مذاکراتو او سفارت کارۍ حمايت کوي ۔ په دې لړ كښې وياند د ايران داخله وزير اسکندر مومني د پاكستان د اوسنۍ دورې حواله وركړې٬ د كومې په مهال چې ھغوي وزيراعظم محمد شهباز شريف،  داخله وزير ا د پاکستان عسکري قيادت سره ملاقاتونه كړي۔ وياند ووئيل چې پاکستان سيمه ايزو شراکت دارو سره هم فعال سفارتي رابطې جاري ساتلے دي۔ ده په نړيوالو ذمه وارو عملدرآمد لپاره د پاکستان عزم پخلې هم وكړو۔

مزید خبریں