د جمو و کشمير حل غوښتونكې كشاله او د هند د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه  توګه معطل كول په سوئيلي آسياء كښې د استحکام د شنتوالي بنيادي وجوهات دي، د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اے آر ايف 33مې وزارتي غونډې ته وېنا

  منيلا 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالې ورورولۍ او آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) زور راوړے دے  چې ھغوي  په منطقه كښې د بنيادي كشالو د سوله ايز هواري ملاتړ وكړي٬ د جمو و کشمير حل طلب كشاله او د هند لخوا د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطلې كولو په سوئيلي آسياء كښې د  استحکام …

 

منيلا 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالې ورورولۍ او آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) زور راوړے دے  چې ھغوي  په منطقه كښې د بنيادي كشالو د سوله ايز هواري ملاتړ وكړي٬ د جمو و کشمير حل طلب كشاله او د هند لخوا د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطلې كولو په سوئيلي آسياء كښې د  استحکام د نشتوالي بنيادي وجوهات دي۔ نائب وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د اے آر ايف 33مې وزارتي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا ته د رامخې ته اته لويو چيلنجونو ذكر وكړو چې پكښې په سوئيلي آسياء كښې استحکام، د خليج صورتحال، غزه، د ترهګرۍ مخنيوې، افغانستان، يوکرين، سوئيلي بحيره چين او موسمياتي بدلون شامل دي۔ ده غونډې ته ووئيل  د زړو  شخړو په خاص توګه د هند او پاکستان ترمېنځه د جمو و كشمير مسئلې نه حل كېدو سره سيمه ايز استحکام سنګين خطرو سره مخ دے ۔ ده د ملګرو ملتونو منشور، د سلامتي کونسل اړوند قراردادونو او د کشميري اولس د هيلو له مخې د مسئلې منصفانه او سوله ايز حل لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ محمد اسحاق ډار د هند لخوا سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه د معطل ساتلو په پرېكړه د تشويش څرګندونب كولو سره خبردارے وركړو چې اوبه د وسلې په توګه د استعمالولو هڅې د نړيوالو ذمه وارو خلاف وزي ده او دې سره د پاکستان د 25 کروړه اولس ژوند او روزګار ته خطر رامخې ته دے٬ مونږ د دې سنګين او اشتعال انګيزه صورتحال نه مخ نشو اړولے۔ ده ووئيل راځۍ چې پ مونږ ګډه د امن او استحکام معمار جوړ شوو او د خپلې خوښې، غير قانوني او د يو اړخيزه اقدامات څخه د رامخې ته كېدونكو چيلنجونو مخنيوي لپاره په ګډه كار وكړو۔ ده په نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د اے آر ايف په غړو هېوادونو زور راوړو چې ھغوي  د خپلې خوښې، غير قانوني او د يو اړخيزه اقدامات نوټس واخلي او د نړيوال قانون پالنه  باوري كړي۔ د خليج  په صورتحال خبرو كښې نائب وزيراعظم ووئيل  د منطقې اوسني صورتحال ګرده نړۍ ځپلې ده٬ ده  د امن ودې لپاره او د تاٶ تريخوالي كمولو لپاره د پاکستان د کردار پخلي  سره په اسلام آباد كښې د سفارتي هلو ځلو ذكر وكړو چې پكښې جنګ بندي كښې سهولت وركول او د لورې كچې خبرې شاملې دي چې په نتيجه كښې ئې د اسلام آباد په مفاهمتي يادداښت لاسليك شوے۔ محمد اسحاق ډار په پاکستان باور كولو د امريکې، ايران، خليجي هېوادونو او نړيوالو شراکت دارو مننې كولو سره په ډلو زور راوړو چې ھغوي د خپلو لوظونو پالنه وكړي، د تحمل مظاهره وكړي او د خبرو اترو ملاتړ وكړي دغسې چې د سيمې ، د آبنائے هرمز بحالۍ او د نړيوال سمندري تګ راتګ د كوم شرط نه غېر بحالي باوري كړې شي٬ په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د انساني بحران ذکر كولو سره نائب وزيراعظم په غزه كښې د كېدونكو ظلمونو سخته غندنه وكړه او د 1967 نه وړاندې د پولو پشمول د آزاد، خپلواكه او په جغرافيائي توګه د جامع فلسطيني رياست جوړولو لپاره يې د پاکستان د غير متزلزل  مرستې  پخلے وكړو چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ د نړيوالې ترهګرۍ مخنيوي په حواله ده د پاکستان د بے مثاله قربانيو ذکر كولو سره ووئيل  پاکستان د 90 زره نه زياتو كسانو قرباني وركړې ده او د 150اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان ئ برداشت كړے۔ ده د افغان طالبانو په حکومت زور راوړو چې ھغوي  دا خبره باوري كړي چې افغان خاوره د تحريک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) او دې سره د تړلو ډلو پشمول د هر ډول ترهګرۍ نتظيمونو لَخوا د ګاٶنډي هېوادونو په ضد  استعمالېدو له ورنه كړي۔ ده ووېيل  د دې لوظونو بشپړېدو سره به په سوئيلي او مېنځنۍ اسياء كښې د تجارت او سيمه ايزو روابطو پراخه موقعې راپېدا شي٬ په نورو نړيوالو چارو د پاکستان د موقف پخلي كولو سره نائب وزيراعظم د يوکرين او سوېيلي بحيره په ړه د چين د سفارتي حل  د مرستې  ذكر  او په ون چائنا پاليسي ئې د پاکستان د پوخ عزم تذكره وكړه۔ ده د موسمياتي بدلون په اړه ووئيل په نړيوال کاربن اخراج كښې د پاکستان برخه د يو فيصد نه لږه ده او د دې باوجود  هېواد موسمياتي بدلونونو څخه سخت ځپلے كېږي٬ دې لپاره مشترکه خو ولې د مختلف ذمه وارو د اصول له مخې نړيواله مرسته ضروري ده۔ نائب وزيراعظم د منيلا پلان آف ايکشن 2026 د منظورۍ هركلے وكړو او كوربه هېواد فلپائن ته ئې پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاکستان “معاهده دوستي و تعاون” د بنيادي اصولو او د آسيان ريجنل فورم په اتفاق رائے اډانه وژن سره د خپل تړون پخلے كوي۔ ده ووېيل  پاکستان د آسيان په اتفاق رائے اډانه طرز عمل ته په درنه سترګه ګوري او مصنوعي ځېركتيا (اے آئي)، سائبر سکيورټي، موسمياتي بدلون، غذائي او د توان تحفظ، د قدرتي آفتونو مخنيوي صلاحيت او صحتِ عامه تيارۍ په څېر روايتي او د رامخې ته كېدونكو چيلنجونو مخنيوي لپاره د مضبوطې مرستې پلوي دے۔ اسحاق ډار ووئيل آسيان ريجنل فورم له خبرې اترې، عملي مرسته او سيمه ايزې نړيوالې سلامتيا ته د رامخې ته چېلنجچ مخنيوي لپاره  صلاحيت لا مضبوطولو لپاره خپل كردار دوامداره ساتل پكار دي

مزید خبریں