اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مستونګ سره نزدې په سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري د ډزو د پېښې غندنې كولو سره سيشن جج عبدالحکيم او د ھغه د ګن مين په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د حق رسېدليو لوړو درجو او د غمژنو …
وزيراعظم شهباز شريف په سيشن جج او جوډيشل مجسټريټ د ډزو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مستونګ سره نزدې په سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري د ډزو د پېښې غندنې كولو سره سيشن جج عبدالحکيم او د ھغه د ګن مين په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د حق رسېدليو لوړو درجو او د غمژنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ ده د ژوبل شوي جوډيشل مجسټريټ جج طارق لاشاري او نورو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل دا ډول بزدلانه کارروائيو څخه به ترهګر كله هم په خپل مقصد كښې كامياب نشي٬ هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره عزم لرو










