صدر آصف علي زرداري په سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او د جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري د ډزو پیښه وغندله

  اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري مستونګ سره نزدې په سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري د ډزو د پېښې غندنې كولو سره ووئيل په بهرنۍ سرپرستۍ كښې هڅې كوٶنكي هېواد دښمنه عناصرو عزائم به كله هم كامياب نشي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سيشن جج عبدالحکيم کاکړ …

 

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري مستونګ سره نزدې په سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري د ډزو د پېښې غندنې كولو سره ووئيل په بهرنۍ سرپرستۍ كښې هڅې كوٶنكي هېواد دښمنه عناصرو عزائم به كله هم كامياب نشي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سيشن جج عبدالحکيم کاکړ او د ھغه د ګن مين په شهادت د غم دړد څرګندونې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د غمژنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل  د شيهدانو قربانۍ به عبث نه شي۔ ده ژوبل شوي جوډيشل مجسټريټ طارق لاشاري او د نورو ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا  وكړه۔ ده ووئيل  پاکستان به د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې خپلې هڅې روانې ساتي۔ صدر مملکت ووئيل ترهګر او د هغوي سهولت كار د پاکستان امن او د رياستي ادارو عزم كله هم كمزورې كولې نشي ۔

مزید خبریں