لوك ورثه ميوزيم كښې دستوره٬وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي  او د امريكې لنډ مهاله سفير د امريكې لبرټي بيل نندارتون پرانسته وكړه

  اسلام آباد23  جولائي (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي او پاكستان كښې د امريكې لنډ مهاله سفير (يو ايس چارج ډي افيئرز)اينډي هيلس لوك ورثه هيريټيج ميوزيم كښې د امريكې لبرټي بيل نندارتون شريكه پرانسته وكړه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې كلتوري همكارۍ علامت ده۔جاري شوي بيان له مخې  د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير د آزادۍ …

 

اسلام آباد23  جولائي (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي او پاكستان كښې د امريكې لنډ مهاله سفير (يو ايس چارج ډي افيئرز)اينډي هيلس لوك ورثه هيريټيج ميوزيم كښې د امريكې لبرټي بيل نندارتون شريكه پرانسته وكړه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې كلتوري همكارۍ علامت ده۔جاري شوي بيان له مخې  د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير د آزادۍ اعلان په  250مې سالګره د امريكې اولس له مباركي وركړه او د پاكستان اولس لخوا يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل  پاكستان امريكې سره كلتورې اړيكې قوي كولو لپاره عزم لري ځكه چې اولسي روباط او كلتوري مرسته د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو قوي ستنو كښې شامل ده۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان ځوانه جمهوريه ده٬  خو د آئيني جمهوريت٬انفرادي آزادۍ او د معاشي خپلواكۍ پشان  هغه اصول زمونږ لپاره هم دي كومو چې د امريكې خوب له تعبير وركړے ؤ ۔ده ووئيل لوك ورثه ميوزيم كښې د دې نندارتون كول د خوشحالۍ خبره ده ځكه چې دا اداره د پكستان ژوندې كلتورې ورثې امين ده ۔اورنګزيب خان كچهي ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې په شريك احترام او شريك مقاصد اډانه دي او كلتوري سفارتكاري او اولسي روابط دا اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار ادا كوي۔د پاكستان امريكې آزادۍ اعلان 250مې سالګره په  دستوره كښې په ګډون  خوشحالي محسوسوم۔په دې موقع خپل خطاب كښې په پاكستان كښې د امريكې لنډ مهاله سفير اينډي هيلس ووئېل  كلتوري ورثه د دواړو هېوادونو ترمينځه  د قوي پل حېثيت لري د كومې د لارې چې دواړه هېوادونه د تاريخ تحفظ او كلتور و فنون ودې لپاره  په ګده توګه كار كوي۔هغه د دې كال په پېل كښې د  450 څخه د زياتو پاكستانو كلتوري نوادراتو د كومو ماليت چې  نزدې 23 ملين امريكائي ډالره دے په كاميابه واپسۍ  د وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي د مرستې مننه وكړه۔اينډي هيلس ووئيل  په كال 2027 كښې به د پاكستان او امريكې ترمينځه  دج سفارتي اړيكو 80 كاله بشپړ شي او باور لرو چې كلتوري مرسته به د دواړو هېوادونو تر ډېرې مودې ملګرتيا لا قوي كړي۔

مزید خبریں