د سمندري چارو وفاقي وزير بيجنګ كښې د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر سره ملاقات

  اسلام آباد23  جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين دورې په مهال بيجنګ كښې  د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر لي لي سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه  د سمندري رابطو او ټرانسپورټ انفراسټركچر كښې د مرستې ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د زيارت په …

 

اسلام آباد23  جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين دورې په مهال بيجنګ كښې  د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر لي لي سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه  د سمندري رابطو او ټرانسپورټ انفراسټركچر كښې د مرستې ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د زيارت په ورځ په ملاقات كښې د ريلوے اليكټريفكيشن٬بندر ځايونه ريلوے نيټ ورك سره  په تړلو٬لاجسټكس انفراسټركچر٬اسمارټ ټرانسپورټ سسټمز او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك)له مخې سيمه ايز تجارت زياتولو په اړه  د بيلو پروژو  او  د مرستې امكانات جاج واخستلے شو ۔ملاقات كښې دواړو ډلو د ريلوے اليكټريفكيشن٬پورټ لاجسټكس او اسمارټ ټرانسپورټ سسټمز ترجيحي پروژو له د اداره جاتي مرستې لا قوي كولو ته اتفاق وكړو ۔وفاقي وزير د چين عهديدار لي لي ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه دغسې چې د سرمايه كارۍ موقعو اود  ممكنه انفراسټركچر پروژو جاج واخستلے شي۔لي لي بلنه قبلولو سره پاكستان كښې د كمپنۍ هلو ځلو ته لا پراختيا وركولو كښې خوښۍ ولرله۔

مزید خبریں