اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ پېنډۍ كښې د مشروبات جوړونكې نوموړې كمپنۍ مري بروري مينو فيكچرنګ يونټ كښې د جديد بونيټډ سافټ ډرنكس پروډكشن لائن پرانسته وكړه ۔په دې موقع د مري بريوري چيف ايګزيكټو آفيسر اسفن يار بهنډارا د وفاقي وزير هركلے وكړو او هغه ته يې د نوې پروژې او د پیداواري صلاحيت په اړه تفصيلي بريفنګ …
قانون وفاقي وزير په مري بروري كښې د جديد سافټ ډرنګ پروډكشن لائن پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ پېنډۍ كښې د مشروبات جوړونكې نوموړې كمپنۍ مري بروري مينو فيكچرنګ يونټ كښې د جديد بونيټډ سافټ ډرنكس پروډكشن لائن پرانسته وكړه ۔په دې موقع د مري بريوري چيف ايګزيكټو آفيسر اسفن يار بهنډارا د وفاقي وزير هركلے وكړو او هغه ته يې د نوې پروژې او د پیداواري صلاحيت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔اسفن يار بهنډارا ووئېل جديد٬بشپړ خودكار پروډكشن لائن په خاص توګه د چين څخه درآمد كړے شوے كوم څخه به چې د كمپنۍ كاربونيټډ سافټ ډرنكس پیداواري استعداد زيات شي او د نړيوال معيار له مخې د څيزونو جوړول به هم باوري شي۔ده ووئيل د نوې پلانټ څخه باقاعده پېداوار پیل شوے او د دې پروژې په نتيجه كښې نزدې 100 كسانو لته د روزګار نوې موقع هم په لسا ورغلې ۔د پرانستې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د جديد كار بونيټډ سافټ ډرنكس پروډكشن لائن لګول د پاكستان صنعتي څانګې لپاره يو خوشبينه پېشرفت دے۔ده ووئيل تر څو چې ملكي صنعت په جديد دول روان نه كړے شي٬په معيشت كښې حقيقي ښه والے ممكن نه دے۔ده ووئيل پاكستان اوس هم ګڼ شمېر څيزونه درآمد كوي چې له امله يې درآمدي بل كښې پرله پسې زياتوالے راځي او د ځايې صنعت مضبوطيا به نه يوازې په درآمدات انحصار كم كړي بلكې زيات شوي ځايې ضروريات به هم په ښه ډول پوره كولو كښې مرسته وكړي۔د دې نه پس وفاقي وزير د پلانټ بيلو څانګو دوره وكړه چرته چې هغه ته د مينو فيكچرنګ جديد نظام٬خود كاره مشينري او د پېداوري عمل بيلو پړاؤنو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ده په بلانټ كښې د جديد ټېكنالوجۍ او اعلٰی معيار مشينري لګولو ستائنې سره دا د پاكستان صنعتي پرمختګ پلو يو مهم كاك وګرځولو ۔










