د مسلم ليګ(ن)د سياست محور د اولس خذمت او پرمختګ دے۔د انجينئر امير مقام چړهوئي كښې  د مسلم ليګ كانديد جلسې ته خطاب

  اسلام آباد/چړهوئي23  جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي  د مسلم لګ(ن)د سياست محور اولسي خذمت او پرمختګ دے٬وفاقي حكومت د آزاد كشمير اولس ته بجلي او په غنمو سبسډي وركوي او په سباؤن كښې به هم اولس ته ريليف لپاره اقدامات روان ساتلې شي۔ميا محمد نواز شريف آزاد كشمير او ګلګت بلتستان له په  اين ايف سي ايوارډ كښې …

 

اسلام آباد/چړهوئي23  جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي  د مسلم لګ(ن)د سياست محور اولسي خذمت او پرمختګ دے٬وفاقي حكومت د آزاد كشمير اولس ته بجلي او په غنمو سبسډي وركوي او په سباؤن كښې به هم اولس ته ريليف لپاره اقدامات روان ساتلې شي۔ميا محمد نواز شريف آزاد كشمير او ګلګت بلتستان له په  اين ايف سي ايوارډ كښې  د برخې وركولو خواهش هم څرګند كړے دغسې چې د پرمختګ عمل لا تند  شي۔جاري شوي پريس ريليز له مخې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام حلقه ايل اے 12 چړهوئي كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)كانديد راجه رياست خان انتخابي كمپائن په لړ كښې راجوړې كړی اولسي جلسه كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو چرته چې بيل سياسي او سماجي شخصيات د خپلو ګڼ شمېر ملګرو او كورنيو پشمول مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير كښې شموليت اختيار كړو ۔د وفاقي وزير اولسي جلسې ته په راتګ كاركنانو او ځايې لارښودو د هغه تود هركلے وكړو او ګډون كوونكو  په ولوله سره د مسلم ليګ(ن)مشرتابه په حق كښې نعرې ووهلې۔په دې موقع راجه مجيد٬راجه قيوم٬راجه سليم٬راجه قزين انجم٬راجه سعيد خان٬نمبردار راجه رازق٬راجه نعيم٬راجه معيز سليم او راجه نعمان زاهد د يو شمېر كسانو او كورنيو پشمول پاكستان مسلم ليګ(ن)كښې  د شموليت اعلان وكړو ۔اولسي جلسې ته خطاب كولوكښې انجينئر امير مقام ووئيل  د چړهوئي اولس سره زما خاص تعلق او مينه ده او زه تل د دې حلقې اولس سره ولاړ پاتې شوے يم او راتلونكې كښې به هم ولاړ يم۔ده مسلم ليګ(ن)كښې شاملو شوو ټولو شخصيات ته د خپل قائد ميا محمد نواز شريف٬وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ګوند قيادت لخوا هركلے وائيم۔ده ووئيل په ګوند باور كوونكې به چرې هم مايوسه نه كړی شي۔ده ووئيل  د مسلم ليګ(ن) سياست محور اولسي خذمت او پرمختګ دے۔ده ووئيل چې كوم قيادت  په ماضي كښې د اولس خذمت كولو٬هغه به راتلونكې كښې هم په دې جذبې سره د پرمختګ سفر روان ساتي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)قائد ميا محمد نواز شريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف تل د آزاد كشمير پرمختګ ته خاص اهميت وركړے۔د  خپل خطاب په اختتام  ده ووئيل  وفاقي حكومت د آزاد كشمير اولس سره ولاړ دے او د  كشميري اولس مينه زمونږ لپاره يوه قيمتي سرمايه ده۔