اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم 2026 په موقع د اومان خارجه وزير سيد بدر بن حمد البوسعيدي سره ملاقات وكړو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه مرستې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د اعلٰی كچ تبادلو٬تجارت او سرمايه كارۍ ودې٬اولسي …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم په موقع د اومان خارجه وزير سيد بدر بن حمد البو سعيدي سره ملاقات
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم 2026 په موقع د اومان خارجه وزير سيد بدر بن حمد البوسعيدي سره ملاقات وكړو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه مرستې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د اعلٰی كچ تبادلو٬تجارت او سرمايه كارۍ ودې٬اولسي روابط٬د كاروباري ورورولۍ ترمينځه قوي روابط او په ګڼ اړخيزه فورمز پرله پسې رابطې د لارې د مرستې لا مستحكمولو ته اتفاق وكړو ۔دواړو لارښودو منطقې او د نړۍ په تازه صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د اومان خارجه وزير د خبرو اترو ودې٬تاؤ تريخوالي كښې كمي او په منطقه كښې امن او سلامتيا راوستو لپاره د پاكستان رغنده كردار وستائېلو ۔ډلو په منطقه كښې د اوسني پېشرفت په اړه هم د تشويش څرګندونې كولو سره د جنګ بندۍ په ځاې ساتلو ٬ د نړيوال قانون په احترام او په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره د هڅو په اهميت زور راوړو











