ملګري ملتونه 23 جولائي (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي هند د ترهه ګرۍ سرپرست دے چا چې په زرګونو كسان وژلي٬سندھ طاس لوظ نامه كښېے د "معطل"كولو كوم شق موجود نه دے ځكه د هند يو اړخيزه د معطلۍ اقدام غېر قانوني دے۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن فرسټ سيكرټري انصار شاه تېره ورځ د هندي سفير هريش پرواتهاني د پولې پورې غاړه ترهه ګرۍ تورونو …
هند د ترهه ګرۍ سرپرست دے ٬په زرګونو خلق يې وژلي٬سندھ طاس لوظ نامه كښې د معطلۍ كوم شق نشته۔پاكستان
ملګري ملتونه 23 جولائي (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي هند د ترهه ګرۍ سرپرست دے چا چې په زرګونو كسان وژلي٬سندھ طاس لوظ نامه كښېے د “معطل”كولو كوم شق موجود نه دے ځكه د هند يو اړخيزه د معطلۍ اقدام غېر قانوني دے۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن فرسټ سيكرټري انصار شاه تېره ورځ د هندي سفير هريش پرواتهاني د پولې پورې غاړه ترهه ګرۍ تورونو رد كولو په مهال كړی۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په اړه بې بنسټه تورنه په اصل كښې د پاكستان په ضد د هند مبينه د ترهه ګرۍ سرپرستۍ او د مالي معاونت پټولو هڅه ده۔دا عبرګون هغه مهال رامخې ته شو كله چې د دې نه وړاندې د قدرتي وسائلو نظم و نسق په اړه سلامتي كونسل غونډه كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په هند د سندھ طاس لوظ نامې يو اړخيزه او غېر قانوني توګه د معطل كولو او اوبه د سياسي وسلې په توګه د استعمالولو تور ولګولو۔پاكستاني استازي ووئيل د 1960 سندھ طاس لوظ نامه د دې نوعيت معطلۍ اجازه نه وركوي او نه د نړيوال قانون عمومي اصول د دې ملاتړ كوي٬ دې اقدام څخه د پاكستان د 24 كروړ څخه زيات اولس روزګار او خېرښېګرې ته خطر رامخې ته شوے۔ د پاكستان مستقل مشن فرسټ سېكرټري ووئېل شريك قدرتي وسائل سياسي فشار لپاره كارول د نړيوال قانون او نړيوالو اصولو سنګين خلاف ورزي ده كوم چې د سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا لپاره نيغ په نيغه خطره جوړیدې شي۔











